ځیني اخراج سوي افغان مهاجر بیرته پاکستان ته ستانه سوي
۱۴۰۴ خرداد ۲۹, پنجشنبهله اپریل میاشتي څخه چي له پاکستانه د افغان مهاجرو بله لړۍ پیل سوه، تقریباً ۲۰۰ زره افغانانو خپل ټول هست ونیست په لاریو کي واچول او د دوو اصلي سرحدي لارو څخه افغانستان ته ستانه سول. خو هغوی په داسي یوه هیواد کي چي له بیلابیلو کړکیچڼو سره لاس او گریوان دی او نجونې له شپږم ټولگي وروسته د زده کړو اجازه نه لري، د نوي ژوندانه د پیل کیدو له پاره ډیره لږه امیدواري لري.
په مستعار نوم ۴۶ کلن حیات الله افغان چي د ۲۰۲۴م کال په لومړیو کي په خیبر پښتونخوا ایالت کي د تورخم له لاري اخراج سوی ؤ او بیرته پاکستان ته ستون سوی دی، وايي: «هغه ځای ته بیرته ستنیدل به زما د کورنۍ له پاره د مرگ د حکم صادرول وي.»
اړوند:له پاکستان څخه اخراج؛ ۲۰۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي
حیات الله له اخراج څخه یوه میاشت وروسته بیرته پاکستان ته ستون سوی دی. نوموړي په بلوچستان کي د چمن سرحدي لارې ته تر رسیدو پورې ۸۰۰ کیلومتره لار وهلې ده، ځکه وايي چي په افغانستان کي یې ژوند «له خنډونو سره مخامخ سوی وو.»
هغه وايي د چمن له سرحدي لار څخه د تیریدو له پاره یې «د نورو کارگرانو په څیر چي تل د کار کولو له پاره دغه سرحدي لارې ته ځي.» رشوت ورکړی دی. د خپلو دوو ۱۶ کلنو او ۱۸ کلونو لوڼو په گډون چي د اخراج په صورت کي به له تحصیل څخه محرومې سوي وای، له دریو اولادونو او میرمنې سره پر دې بریالی سوی وو چي له توقیف او اخراج څخه په امان کي پاته سي.
حیات الله، خپله کورنۍ د پښتونخوا ایالت مرکز ته چي ډېری اوسیدونکي یې پښتانه دي، انتقال کړه. هغه وايي: «د اسلام آباد په پرتله پولیس دلته موږ دومره ډیر نه ځوروي.»
خیبر پښتونخوا یوازینی ایالت دی چي د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان، د اپوزیسون گوند له خوا اداره کیږي. عمران خان په اوس وخت کي په زندان کي دی. خیبر پښتونخوا د افغانانو له پاره یو څه ډاډمنه پناه گاه بلل کیږي.
په مستعار نوم ۳۸ کلن صمد خان افغان مهاجر، هم خپله کورنۍ پیښور ته انتقال کړې ده. هغه چي د پاکستان په ختیځ ښار لاهور ښار کي زیږیدلی دی، کله چي له پاکستانه اخراج سو، نو د اول وار له پاره یې د اپریل پر ۲۲ مه پښه په افغانستان کي کښېښوده .
هغه وايي: «موږ په افغانستان کي خپلوان نه لرو او په هغه ځای کي د ژوند هیڅ کومه نښه نه لیدله کیږي. نه کار سته او نه عاید، او طالبان ډیره سختگیري کوي.»
هغه په اول سر کي هڅه وکړه چي په داسي یوه هیواد کي کار پیدا کړي چي ۸۵ سلنه خلک یې په ورځ کي له یوه ډالر کم عاید لري، خو د هغه پر ځای یې څو اونۍ وروسته پاکستان ته د بیرته ستنیدو لار وموندله.
هغه وویل: «د افغانستان د یوه باروړونکي موټر چلوونکي ته می ۵۰ زره روپیې ( شاوخوا ۱۸۰ ډالر) ورکړې.» هغه له سرحد څخه د تیریدو له پاره د دغه باروړونکي موټر له یوه پاکستاني کارکوونکي له شناخته کارت څخه استفاده کړې ده.
صمدخان لاهور ته ستون سو، د کور وسایل او خپل دوه کوچنیان یې چي هلته وه، له ځانه سره واخیستل او وروسته پیښور ته ولاړ. هغه د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د یوه دوست په ملاتړ یې د لیلامي بوټو یو دوکان خلاص کړ. پولیس دلته د لاهور په څیر موږ نه ځوروي او په ټوله کی وضعیت ډیر ښه دی.»
پاکستان ته د بیرته ستانه سوو مهاجرو نامعلوم شمېر
د هغو مهاجرو د مجموعي شمیر معلومول چي له پاکستان څخه بیرته افغانستان ته ستانه سوي دي، سخت کار دی، ځکه چي په دې اړه ډیر کم معلومات موجود دي.
هغه حکومتي سرچینې چي غواړي په پښتونخوا ایالت کي ستونزې د عمران خان ، پر ملاتړ کوونکو واچوي، وايي چي تر اوسه په سونو زره افغانان بیرته پاکستان ته ستانه سوي او په خیبر پښتونخوا کي میشت سوي دي. خو دغه شمیرې په خپلواکه توگه نه سي تائید کیدای.
په پاکستان کي د مهاجرو د حقونو مدافعین وايي چي له دا ډول بیرته ستنیدو څخه خبر سوي، خو ټینگار کوي چي شمېر یې محدود دی.
د مهاجرت نړیوال سازمان "آی او ام" د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «ځیني هغه افغانان چي اخراج سوي دي، تصمیم یې نیولی دی چي بیرته پاکستان ته ستانه سي.»
په کابل کي د مهاجرت نړیوال سازمان "آی او ام" د اړیکو مسؤل عزیز آغا، وویل: «کله چي خلک هغو سیمو ته ستانه سي چي اساسي خدماتو او د ژوندانه فرصتونو ته محدود لاسرسی لري، نو ادغام، کیدای سي ننګوونکی وي.» هغه زیاته کړه چي دوی ممکن بیا پاکستان ته ستانه سي، "ځکه چې خلک د دوامدارو فرصتونو په لټه کي دي."