پولیسو ۶۵ کاله وروسته کارټن کې د موندل شوي جسد هویت تشخیص کړ
۱۴۰۱ آذر ۱۹, شنبه۶۵ کاله دا یوازې «هلک په کارټن کې» بلل کیده. اوس د ارثي موادو يا DNA د عصري ټکنالوژۍ د معایناتو له برکته د هغه جسد د هویت معلومولو په هکله پریکړنده شواهد موندل شوي دي، کوم چې د فیلادلفیا پولیس په ۱۹۵۷م کال کې په یوه کاغذي کارټن یا بکس کې موندلی و.
د امریکا د پنسلوانیا آیالت په فیلادلفیا کې پلټونکو د اونۍ په پای کې اعلان وکړ چې د دغه مړ موندل شوي هلک هویت یي معلوم کړی دی. د پلټونکو په خبره هغه جوزف آګوستوس زارلي نومیده.
د ۱۹۵۷م کال د فیبرورۍ میاشتې ۲۵ نیټه وه چې د پوهنتون یوه محصل د یوه څلور کلن لوڅ ماشوم جسد چې په یوه ټوکر یا څادر کې تاو کړای شوی و، د ښار په شمال ختیځ ځنګلي سیمه کې پیدا کړ.
یوه تقاعد شوي مفتش یا پلټونکي په ۲۰۲۱م کال کې د «سي بي اس» تلویزوني شبکې سره په خبرو کې د مړي پر جسد د ډیر شمیر ګوزارونو يا ضربو نښې وښودلې چې په وینا يي «د مرګ علت یي دوامداره تاوتریخوالی» و.
په فیلادلفیا کې د یهودانو د قبرونو شنختي چپه شوي
د قرباني ویښتان جوړ او پریمنځل شوي وو، دا چې دغه ماشوم څوک و، لسګونو کلونه پټ پاتې وو.
د فیلادلفیا د پولیسو مشرې دانیلا اوتلاو، وویل په هغه وخت کې پولیسو ډیره هڅه وکړه چې د دې هلک په هکله معلومات ترلاسه کړي. په ټول ښار کې یې د زیړ ویښتانو لرونکي دغه ماشوم انځورونه وویشل او په هکله یي له خلکو څخه د همکارۍ غوښتنه شوې وه، خو هیڅ چا دغه ماشوم نه پيژانده. بالاخره د دې ماشوم پر قبر هم د ناپيژندل شوي امریکايي ماشوم شناخته ولګول شوه.
وروسته له ۶۵ کلونو څخه په ۲۰۱۹م کال کې د ډي ان ای يا ارثي توکو نمونې اخیستلو په خاطر د هغه مړی بیرته را وسپړل شو او څیړونکو د جینیټيکي نسب پيژندنې له میتود څخه په استفادې چې نسبتاً یوه نوې طریقه ده، د معلوماتو په بانک کې د موجود ډي ان ای له نمونو سره پرتله کړل، څو کورنۍ او خپلوان یي معلوم کړي.
په دې وروستیو کلونو کې په دې طریقې سره په امریکا کې د قتل څو مشهورې قضیې حل شوي دي. د زاریلی، په مورد کې هم بالاخره پلټونکو دې نوم او ور پورې اړوند د زیږیدو سند ته لاسرسی پيدا کړ.
په مالیزیا کې نور ډله ییز قبرونه موندل شوي
د دغو معلوماتو په اساس زاریلي، د ۱۹۵۳م کال د جنورۍ په ۱۳ نیټه زیږیدلی و. کورنۍ یي د فیلادلفیا د لویدیځ له اطرافو څخه وه. ویل کیږي چې د دغه ماشوم مور پلار مړه شوي، خو یو شمیر خویندې او ورونه یي ژوندي دي او ځینې خپلوان يي هم پیدا شوي دي.
پلټونکي جان سمیت، وویل چې هغه پر یو چا شک لري، خو دا چې دغه جنایت چا ترسره کړی او یا هم قاتل یا قاتله څوک ده، په دې اړه یي جزویات ور نکړل.
سر له دې چې ډير کلونه تیر شوي دي، خو کېدای شي د قتل په تور حقوقي دعوا بېرته پيل شي، خو دا خبره لا معلومه نه ده چې ایا شکمن کس به اوس هم ژوندي وي او که څنګه؟
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص