پولنډ د دوهمي نړیوالي جگړې تاوان تر ۱۳۰۰ ميليارده ډېر بولي
۱۴۰۱ شهریور ۱۱, جمعهپولنډ له آلمان څخه د دوهمي نړیوالي جگړې د جبران خسارې چي ۱۳سوه ميليارده یورو کیږي، غوښتنه کوي. د دغه هیواد د صدراعظم مرستیال یاروسلاف کاچینسکي اعلان کړی: وارسا به له برلین سره د جبران خسارې د ورکولو په هکله خبري وکړي. د هغه په خبره د دې پیسو اندازه دومره ده چي د جرمني اقتصاد یې زغملای سي.
د نړۍ په سطحه په لسو نورو هیوادونو کې هم له آلمان څخه دغه ډول جبران خساره ترلاسه کړې ده. نوموړي سیاستوال زیاته کړه: «د دې له پاره هیڅ کوم دلیل نسته چي ولي پولنډ له هغې څخه محروم پاته سي.»
کاچینسکي چي د پولنډ د ښي اړخه گوند مشر هم دی، دا ومنله چې تر هغو چي د هغه هیواد نوموړې جبران خساره ترلاسه کوي، نو له ډیري »اوږدې او ستونزمني« پروسې څخه باید تیر سي. هغه په وارسا کي د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کي د هغې جبران خسارې په هکله رپوټ وړاندي کړ چي هیواد یې د آلمان د یرغل او د هغوی له خوا اشغال پر وخت ورسره مخامخ سوی دی.
د ۱۹۳۹م کال د سپتمبر پر اوله پر پولنډ باندي د جرمني یرغل پیل سو. دا د دوهمي نړیوالي جګړې پیل هم وو چي پکښي ۵۵ میلیونه انسانان ووژل سول. نور کسان بیا حتی د ۸۰ میلیونو وژل سوو اټکل کوي. دقیقي شمیرې په لاس کي نسته. یوازي په پولنډ کي تر ۶ میلیونو پوري انسانان وژل سوي چي ۳ میلیونه یې یهودیان ول. آلمانانو په هغه وخت کي ټول وارسا او ددغه هیواد ډیر نور ښارونه تقریباً په بشپړ ډول ویجاړ کړل.
په رسمي ډول لا د جبران خسارې غوښتنه نه ده سوې
پولنډ د حکومت په کچه لا تر اوسه ددغي جبران خسارې غوښتنه له برلین څخه نه ده کړې. د کاچينسکي گوند په بیا بیا سره د جرمني له خوا د جنگي غرامت د ورکولو موضوع یاده کړې ده. خو د جرمني حکومت لکه څنگه چي په وار وار یې ویلي، د دغي خسارې د غوښتلو له پاره هیڅ ډول قانوني دلیل نه ویني.
جرمني دا دلیل راوړي چي د پولنډ کمونیستي مشرتابه په ۱۹۵۳م کال کي له دغي جبران خسارې څخه تیر سوی وو. سربیره پردې د برلین له پاره د جرمني د بیرته یوځای کیدو د بهرني سیاست د اړخونو په هکله د ۲جمع ۴ تړون پوښتنه حل سوې ده.
دغه تړون په ۱۹۹۰م کال کي د یوې خوا د پخواني غربي او شرقي آلمان او له بلي خوا د دوهمي نړیوالي جگړې د گټونکو ترمنځ لاسلیک سوی او همدا کار د جرمني د بیرته یوځای کیدو له پاره یو اساس هم سو.
GP/NZ/DW.Online