ترمپ او پوتین ښايي په متحده عرب اماراتو کې ملاقات وکړي
۱۴۰۴ مرداد ۱۶, پنجشنبهپوتین د لومړي ځل له پاره په عامه توګه ومنله چې له ترمپ سره راروانه اوونۍ مخامخ ناسته لري. هغه وویل عربي متحده امارات به د دا ډول یوې ناستې له پاره مناسب ځای وي.
پوتین دا هم وویل چې روسيه ډېر ملګري لري چې کولی شي د کوربتوب وکړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو له مشر محمد بن زاید آل نهیان سره په کریملین ماڼۍ کې ولیدل. پوتین تر دغې کتنې وروسته اعلان وکړ چې متحده عربي امارات به ېې له خپل امریکايي سیال دونالد ترمپ سره د کتنې یو له احتمالي ځایونو څخه وي.
د غونډې ځای او وخت
تر دې مخکې د کریملین یوه چارواکي هم وویل چې د پوتین او ترمپ ملاقات به د راتلونکې اوونۍ په سر کې وشي، خو کره نيټه ېې ونه ښوده.
کریملین دغه اعلان داسې وخت کوي چې سپينې ماڼۍ څو ورځې مخکې مسکو ته په اوکراین کې د درې کلنې جګړې د پای یا په دې برخه کې په خبرو اترو کې د پرمختګ له پاره لس ورځې ضرب الاجل ټاکلی وو.
په بهرنیو چارو کې د پوتین سلاکار یوري اوشاکوف هم تائید کړه چې دغه ممکنه کتنه به راتلونکې اوونۍ په یوه داسې ځای کې چې «په اصولو کې» په پام کې نیول شوی دی، ترسره شي.
تر دې مخکې ترمپ خوښې ښوولې وه چې فکر کوي پوتین سره ېې د لېدو وخت رانژدې شوی. هغه دغه خبره په مسکو کې د پوتین او د خپل ځانګړي استازې تر لېدو کاتو وروسته کړې وه. نیویارک ټایمز هم په خپل ېو رپوټ کې ويلي چې د ترمپ او پوتین کتنه به ښایی د راتلونکې اوونۍ په سر کې وي.
په غونډه کې د زیلنسکي ګډون
د پوتین سلاکار په غونډه کې د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د ګډون احتمال رد کړ، هغه څه چې سپینې ماڼۍ ويلي وو چې ترمپ ېې په هکله ارزونه کوي.
تر دې مخکې ويل شوي وو چې د ترمپ او پوتین تر کتنې لږ وروسته به دواړه رهبران د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي سره یوه درې اړخیزه ناسته ولري.
د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، پوتین د اماراتو له مشر سره د کتنې په څنډه کې وویل چې هغه په اوکراین کې د مسکو جګړې د ممکنه پای ته رسولو په موخه له زیلنسکي سره د ېوې کتنې ارزونه کوي، خو ټینګار ېې وکړ چې د دا ډول ېوې کتنې له پاره باید ټول لازم شرایط موجود وي.
له اروپايي رهبرانو سره د زیلنسکي تماسونه
پوتین زیاته کړه چې مذاکراتو له پاره شرایط باید رښتیني وي چې پر وینا ېې د هغو برابرولو ته لار ډېره لار په مخ کې پرته ده.
زیلنسکي د پنجشنبې په ورځ د آلمان له صدراعظم فریدریش مېرڅ سره پر ټیلفون خبرې کړي دي. هغه تر دغو خبرو وروسته ويلي دي چې اروپایان باید د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې په مذاکراتو کې ګډون ولري.
هغه وویل: «اوکراین له غونډې وېره نه لري او له مسکو څخه هم د ورته زړورتیا تمه کوي.» زیلنسکي زیاته کړه چې هغه د فرانسې له ولسمشر، امانویل ماکرون، سره هم غږېدلی او هغه ته ېې د ترمپ د ټيلفوني اړيکې په هکله معلومات ورکړي دي.