پوتين د اټومي وسلو په برخه کي امریکا ته خبرداری ورکړی
۱۳۹۷ آبان ۳, پنجشنبهد چهارشنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین ویلي دي چې که چیري امریکا متحده ایالات په اروپا کې د منځني واټن ویشتونکي اټومي توغندي نصب کړي او امریکا د سړې جګړې پر وخت له روسیې سره د اتومي وسلو د منع له یوه تړون څخه ووځي، نو په دې صورت کې به روسیه د امریکا متحده ایالاتو په مخ کې ودریږي.
د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ د ایټالیا له لومړي وزیر ګیوسپي کونټې سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «که چیري امریکا متحد ایالات د سړې جګړې پرمهال د اټومي وسلو له تړونه (INF treaty) څخه ووځي، نو په دې صورت کې اصلي پوښتنه دا ده چې دوی به له خپلو تازه توغندیو سره څه کوي.» پوتین د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې که چیری دوی [ امریکا متحده ایالات] دغه توغندي اروپا ته انتقال کړي، نو په طبیعي ډول زموږ ځواب به هم یو متقابل اقدام وي.
پوتین په دې خبري کنفرانس کې همدا راز زیاته کړه چې هغه اروپايي هیوادونه چې په خپله خاوره کې د امریکا متحده ایالاتو د اټومي توغندیو ځای پر ځای کولو ته اجازه ورکوي، په دې کار سره به دوی د احتمالي ځوابي برید په پایله کې خپله خاوره له تهدید سره مخامخ کړي.
له ترمپ سره د پوتن د ملاقات امکان؟
تر دې وړاندې د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د اکتوبر میاشتې۲۱ نیټه) د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له روسیې سره د سړې جګړې پرمهال یعنې په ۱۹۸۷م کال کې د منځني واټن ویشتونکي اټومي توغندیو د لمنځه وړلو له یوه تړونه د وتلو ګواښ وکړ. ولسمشر ترمپ د خپل دغه ګواښ تر شا اصلي دلیل د روسیې او چین له لوري له دغه تړونه سرغړونه یاده کړه.
د دغه تړون پر اساس دواړه هیوادونه یعنې امریکا متحده ایالات او روسیه له ځمکې څخه ویشتل کیدونکي د اټومي کروز توغندیو له جوړولو، آزموینې او ملکیت څخه منع کړل شوي دي. د دغه راز توغندیو د هدف ویشتنې واټن له ۵۰۰ څخه تر ۵۵۰۰ کیلومتره پورې وي. د سړې جګړې په وروستي کال لاسلیک شوي دغه تړون، د امریکا متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ د وسلو د رقابت د پای سبب وګرځید.
د امریکا ولسمشر په دې ترڅ کې د یوه نوي تړون وړاندیز کړی او غواړي چې دا ځل په دې تړون کې چین هم ښکیل کړي. چین د منځني واټن ویشتونکو اټومي توغندیو په دغه پخواني توافق کې شامل نه وو. پوتین بیا د چهارشنبې ورځې په خپل خبري کنفرانس کې وویل چې پر دغې موضوع د بحث له پاره په نوامبر میاشت کې له ترمپ سره د یوه ملاقات په هکله فکر کوي.
بل لوري ته د آلمان په ګډون ډيرو اروپايي هیوادونو له دغه تړونه د ترمپ د وتلو پراحتمالي وتلو سخت انتقاد کړی دی. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس په دې وروستیو کې ویلي ول چې د امریکا دغه اقدام موږ او اروپا ته سخته پوښتنه رامخې ته کوي، ځکه چې د روسیې او امریکا ترمنځ دغه تړون زموږ د اروپايي ساختار د امنیت یوه مهمه ستنه وه.
ناټو هم په دې اړه خپله اندیښنه ښولې ده او هغه اندیښنې یې رد کړي دي چې ګواکې اروپايي هیوادونه به د لا ډیرو اټومي وسلو کوربتوب وکړي.
زموږ له آرشیف څخه: