په ۳۵ ورځو کي ۴۵۰ زره افغانان له ايرانه هيواد ته ستانه سوي
۱۴۰۴ تیر ۱۶, دوشنبهد مي مياشتي په وروستيو کي د ايران حکومت اعلان وکړ چي هغه افغانان چي هلته د اوسېدو اسناد نه لري بايد د جولای مياشتي تر ۶ نېټې پوري له دغه هيواد څخه ووځي. د ايران حکومت په دغه هيواد کي د افغان مهاجرو شمېر شپږ ميليونه اعلان کړی دی چي ګومان کيږي څلور ميليونه يې هلته د اوسېدو اسناد نه لري او بايد له هغه هيواده ووځي. له دغه اعلان سره په سونو زرو افغانانو د خپل ټاټوبي افغانستان پر لور مخه کړه.
د کډوالو نړيوال سازمان (آی او ام) د دوشنبې په ورځ ويلي دي چي د جون مياشتي له لومړۍ نېټې څخه د جولای مياشتي تر پنځمي نېټې پوري ۴۴۹۲۱۸ افغانان له څخه خپل هيواد ته ستانه سوي دي. په دې سره په روان کال کي په ټوله ايزه توګه افغانستان ته د ستانه سويو افغان مهاجرو شمېر ۹۰۶ زرو کسانو ته رسېدلی دی.
په سرحد کي «بېړنی» وضعيت
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالی کميسارۍ (يو ان اج سي آر) د جمعې په ورځ اعلان وکړ چي د هغو کسانو شمېر چي تر سرحد اوړي د جون مياشتي له نيمايي څخه زيات سوی دی. دغه سازمان ويلي دي چي د جولای مياشتی پر لومړۍ نېټه ۴۳ زره کسان د اسلام قلعه پر سرحد هرات ولایت ته اوښتي دي.
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو په چوکاټ کي د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) استازي تاج الدين اويواله، ويلي دي چي دا په داسي هيواد کي چي لا ترمخه «د بيرته راستنيدو له اوږدمهاله بحران» سره مخامخ دی، يو «بېړنی» حالت دی.
د دغه سازمان په خبره په روان ميلادي کال کي له ايران او پاکستان څخه ۱،۴ ميليونه افغانان خپل هيواد ته راستانه سوي دي. اويواله، د تيري پنجشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته ويلي ول: «د اندېښنې خبره دا ده چي د دغو راستانه سويو مهاجرو په سلو کي ۲۵ سلنه ماشومان دي» ځکه چي د راستنېدونکو ترکيب تغيير کړی دی او د مجردانو پر ځای اوس تر ډېره کورنۍ له لږو وسايلو او پيسو سره راځي.
د ماشومانو د ملاتړ صندوق استازي تاج الدين اويواله، زياته کړه چي په اسلام قلعه کي تاسيسات کيدای سي د ډېرو کسانو له پاره بسنه وکړي، خو د خدماتو له اړخه په پوره اندازه مجهز نه دي: «کله چي موږ په ورځ کي تر ۲۰ زره زياتو کسانو هرکلی کوو، دا واقعاً زموږ تر پلان سوي سناريو زيات دي.»
هغه وويل چي بېړني تاسيسات يوازي د ۷ تر ۱۰ زرو کسانو له پاره د اوبو او فاضلاب سيستم لري او کولای سي همدغه شمېر ماشومانو ته واکسيناسيون، خواړه او مناسبه فضا چمتو کړي.
د ملګرو ملتونو ادارو د معلوماتو له مخي د هغو کسانو ډېری چي له ايران څخه تر سرحد راتيريږي، د ايراني چارواکو له فشار يا حتی دستګيرۍ او اخراج څخه سر ټکوي.
يوه ۳۸ کلن افغان مهاجر عارف عطايي، د هغو فشارونو په اړه چي افغان مهاجر په ايران کي ورسره مخامخ دي، وويل: «ځيني خلک دومره بيريږي چي له خپله کوره نه راوځي او د ډوډۍ رانيولو له پاره ماشومان ليږي. حتي ماشومان ځيني وختونه نيول کیږي.»
پر افغانستان باندي د بهرنيو مرستو کمښت پر دغه بېړني وضعيت باندي سخت اغېز کړی دی. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چي داسي يوه هيواد ته چي مخکي له مخکي له ژور فقر سره مخامخ دی د راستنېدونکو دغه څپه کيداسي دغه هيواد نور هم بې ثباته کړي. ملګرو ملتونو په دې وروستيو کي له هغو هيواونو څخه چي د افغان مهاجرو کوربه دي غوښتي دي چي افغانان په زور اخراج نه کړي.