په یونان کې د کوم هیواد پناه غوښتونکي د قبلیدو چانس لري؟
له ۲۰۱۳م کال څخه د ۲۰۱۸م کال تر جون میاشتې پورې ۱۶۷ زرو مهاجرو په یونان کې د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده. خو د کومو هیوادونو وګړي په دغه هیواد کې د قبلیدو زیات چانس لري؟
۱ سوریه
په تیرو شاو او خوا پنځو کلونو کې په یونان کې تر ټولو زیات د کورنۍ جګړې ځپلي هیواد سوریې اتباعو د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده. په عمومي ډول په اروپا کې د مهاجرو په توګه د سوریایي وګړو د منل کیدو سلنه لوړه ده. په یونان کې هم د سوریایي وګړو د پناه غوښتنې د عریضو کامیابي ۹۹.۶ سلنې ته رسیږي.
۲ یمن
د یمن اتباع چې یونان ته د پناه په موخه سفر کوي شمیر یې دومره لوړ نه دی او د لومړنیو لسو هیوادونو په نوملړ کې نه راځي. خو په تیرو پنځو کلونو کې یوناني چارواکو د یمنانو د ۹۷.۷ سلنه د پناه غوښتني عریضې منلي دي.
۳ فلسطین
د یمن په څیر په یونان کې د فلسطیني مهاجرو شمیر هم لوړ نه دی. له ۲۰۱۳م کال راهیسې تر اوسه کابو درې زره فلسطینانو په دغه هیواد کې د پناه غوښتنه کړې ده. فلسیطني مهاجرو ته د پناه ورکولو کچه ۹۵.۹ سلنې ته رسیږي.
۴ اریتریا
په دغه موده کې په یونان کې د افریقایي هیواد اریتریا د اتباعو د سیاسې پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د قبلیدو کچه ۸۶.۲ سلنه وه.
۵ عراق
په تیرو شا او خوا پنځو کلونو کې کابو ۱۹ زره عراقي مهاجرو په یونان کې د پناه غوښتنه کړې ده. د عراقي اتباعو د پناه غوښتنې د کامیابۍ تناسب تر ۷۰ سلنې زیات دی.
۶ افغانستان
په یونان کې له ۲۰۱۳م کال له لومړیو څخه د ۲۰۱۸م کال تر جون میاشتې پورې کابو شل زره افغانانو د پناه غوښتنه کړې ده. که څه هم د شمیر له مخې په دریم ځای کې قرار لري خو د هغوی د پناه غوښتنو د منل کیدو سلنه ۶۹.۹ سلنې ته رسیږي.
۷ ایران
په دغه موده کې د ایران کابو څلورو زرو وګړو هم په یونان کې د سیاسي پناه غوښتنې د تر لاسه کولو له پاره عریضي ورکړي دي. ایراني وګړو ته د پناه ورکولو سلنه ۵۸.۹ سلنه وه.
۸ بنګله دیش
د بنګله دیش شا او خوا پنځو زرو پناه غوښتونکو په دغه موده کې په یونان کې د پناه غوښتنه کړې ده. خو د بنګله دیش اتباعو ته د پناه ورکولو سلنه یوازې ۳،۴ ده.
۹ پاکستان
په یونان کې د پاکستاني پناه غوښتونکو شمیر له سوریایانو وروسته تر ټولو لوړ وو. د ۲۰۱۳م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۱۸م کال تر جون میاشتې پورې تر ۲۱ زرو زیاتو پاکستانیانو په یونان کې د پناه غوښتنه کړې ده. خو د منل شوو غوښتنلیکونو سلنه یوازې ۲،۴ وه.
۱۰ هند
په یونان کې د پاکستاني اتباعو په پرتله د هندي مهاجرو شمیر ډیر کم دی. خو د یونان د مهاجرو چارو وزارت د ارقامو له مخې د هنديانو د قبلیدو سلنه ۲،۳ وه.