په ډيره گرمي کي آلمانان خپل وخت چيري تيروي؟
د ډيرو آلمانانو له پاره اوس د کال تر ټولو ښه وختونه دي. مکتبونه رخصت دي، په ادارو کي کارونه کم دي او د شپې له خوا خلک خپل وخت په باغونو او تفريح ځايونو کي تيروي.
په شخصي باغونو کي
په آلمان کي د ښار ځيني اوسيدونکي يو شخصي باغ هم لري. په اصل کي دلته ټول کال چمنونه او واښه ريبل کيږي او تصفيه کاري کيږي خو په دوبي کي بيا پکښي کبابونه پخيږي او لمر ته استراحت کيږي.
په آيسکريم او شيريخ خانو کي
دلته شاوخوا څه د پاسه ۵۰۰۰ د شيريخ خوړلو ځايونه سته چي زياتره يې د ايټالويانو دي. په دوبي کي د هغو په مخکي پرتې چوکۍ ټولي ډکي وي او د غرفو مخي ته يې هم خلک د آيسکريم د رانيولو له پاره په کتارونو کي ولاړ وي. په تيره بيا کوچنيان ډول ډول آيسکريمانو ته خوشحاله وي.
په سرخلاصو حوضونو کی
هري خوا ته ټوالان هوار دي او د چپسو بوي تر پزې کيږي. ځيني تنکي ځوانان توپ بازي کوي. په جرمني کي د ۷۰۰۰ په شاوخوا کي د لامبو حوضونه سته چي نيمايي يې هغه سرخلاصي حوضونه دي چي يوازي په دوبي کي د خلکو پرمخ پرانيستي وي.
او يا هم د سمندر غاړه
په سمندر کي لامبو د ډيرو آلمانانو خوښيږي. دغه ډول اوبه او ويالې په هر ځاي کي ليدل کيږي. د مثال په ډول د «خيم زې او باير مير» ډير مشهوره دي چي اوبه يې هم پاکي وي او په هغو کي د سپورت بيلابيل ډولونه هم تر سره کيږي.
د موسيقۍ په فيستيوال کی
په جرمني کي دوبی، د موسيقۍ د فيستيوالونو وخت هم وي. د هري اونۍ په پای کي د رَپ موسيقۍ څخه نيولې بيا تر هيپ پاپ پوري د ومسيقۍ ډول ډول فيستيوالونه پر لاره اچول کيږي.همدارنگه د «هيوي ميټال» په نامه د نړۍ تر ټولو لوي فيستيوال او د «هريکان» په نامه فيستيوال چي د «راک، پاپ او الکترو »موزيک څخه جوړ سوي، هم ددغه فيستوال لويه برخه جوړوي.
په برلين کي
په ۲۰۱۷م کال کي څه ناڅه ۱۳ ميليونه انسانانو له پلازمينې برلين څخه ليدنه وکړه چي د هغوي ۳۸ سلنه يې بهرنيانو جوړوله. دا په دې معني چي برلين د سفر کولو له پاره ډير محبوب ځاي دي.په تيره بيا دوبي کي چي سړی کولای سي تاريخي ځايونه يې په پښو وگوري. او يا هم په سرخلاصو بسونو کي له هغو څخه ليدنه وکړي.
پر بايسکل باندي
آلمان سړی پر بايسکل هم کتلاي سي. د بايسکل له پاره ترانسپورتي لاري ډيرې ښې يو له بل سره تړل سوي دي. همدارنگه دغه لاري په ځنگلونو او د اوبو پر شاوخوا جوړي سوي دي. له بلي خوا د «روهر» په نامه د بايسکل لويه لاره هم سته چي نور نقيله وسايل ورباندي نه تيريږي.
په سينما کي
په ډيرو تودو ورځو کي سينما ته تگ هم د خلکو خوښيږي دا ځکه چي هلته يخ کولرونه چالانه وي. په تيره بيا چي د هالييود نوي فلمونه هم نندارې ته وړاندي کيږي. په ۲۰۱۷م کال کي شاوخوا ۱۲۲ اشاريه ۳ کسانو په آلمان کي په سينماگانو کي له فلمو څخه ليدنه کړې ده.
د هسپانيې د مايورکا په ټاپو کی
کله کله د مايورکا ټاپو ته په مسخرو د جرمني د اولسم ايالت په سترگه هم کتل کيږي. څه د پاسه ۳۰ زره آلمانان په دايمي ډول په دغه ټاپو کي خپل ژوند پر مخ بيايي او په ميليونو آلمانان بيا کال په کال خپله د دوبي رخصتۍ هلته تيروي. هلته ژبه آلماني ده، خوراکونه يې آلماني دي خو هوا يې په مراتب سره تر آلمان ښه ده.