په پاکستان کې د ملخانو حملې ډېرې کروندې زيانمنې کړي
۱۳۹۸ آذر ۲۱, پنجشنبهد پاکستان د سیند ایالت د زراعت د خونو د رییس د مرستیال نبی بخش ساتیهو، د وینا له مخې د ملخانو حملو د جون د میاشتې راهیسي د سیند ایالت کرهنه سخته زیانمنه کړې ده. د هغه په خبره په میلیونو صحرایي ملخانو د غنمو، جوارو او پنبې د کروندو په شمول څه د پاسه ۴۰۰۰ هیکتاره زراعتي مځکې ته سخت تاوانونه اړولي دي.
دغه پاکستاني چارواکي د آلمان خبری آژانس ته ویلي چې د ملخانو د حملې په نتیجه کې ښایي، سږکال د جوارو حاصلات په دغه سیمه کی ۵۰ سلنه راکم سي. د سيند ایالت زياتره سيمو د پاکستان په بې وزلو سيمو کې شميرل کیږي.
د سیند ایالت د کرهنې د وزیر اسماعیل راهو، په خبره په دغه سیمه کې د ملخانو د حملو د درولو له پاره هره ورځ څه د پاسه ۱۰۰۰ تنه له دوو مرستندویه الوتکو سره په فعالیت بوخت دي.
د راهو د څرگندونو له مخې دغه ملخان له یمن څخه د ایران له لارې پاکستان ته رسیدلي دي. راهو زیاتوي چې په پاکستان کې د ملخانو د حملو په نتیجه کې د رسېدلو زیانونو په اړه پلټنی روانې دي. دا په داسي حال کې ده چې د اکتوبر په میاشت کې هم په پاکستان کې د یوې سیاسي غونډې په ترڅ کې د ملخانو د څپو تصویرونه خپاره سول چې سختې اندیښنې یې رامنځته کړې.