په پاکستان کي یوه افغان خبریاله نیول سوې ده
۱۴۰۴ فروردین ۲۶, سهشنبهپه پاکستان کي د په زرونو افغان مهاجرو د اخراج او نیول کیدو په تعقیب، د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان نن سه شنبه (د اپریل ۱۵) ویلي دي چي د فرشتې سدید په نوم افغان خبریاله د پاکستان د پولیسو له خوا نیول سوې او زندان ته اچول سوې ده.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان (AJSO) په پاکستان کي میشتو خبریالانو ته د وضعیت په هکله خپله ژوره اندېښنه ښودلې ده.
دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان له حکومته په جدي توگه غوښتي دي چي د فرشتې سدید قضیه روښانه او ژرترژره هغه آزاده کړي او له افغان پناه غوښتونکو سره د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو پر بڼسټ چلند وکړي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان په دغه اعلامیه کي له افغان مهاجرو، په تیره بیا خبریالانو سره د پاکستان د پولیسو چلند، د پناه غوښتونکو د حقونو، بیان د آزادۍ، بشري حقونو او ژورنالیزم د اصولو پر وړاندي یو ښکاره گواښ بللی او خبرداری یې ورکړی دی چي دا ډول اقدامات د افغان خبریالانو اوسنی وضعیت لا پسې خطرناک کوي.
سربیره پردې، د خبریالانو د ملاتړسازمان یو وار بیا له سفارتونو او هغو نړیوالو بڼسټونو څخه چي د افغان خبریالانو دوسیې پکښي ثبتې دي، غواړي چي د دغو دوسیو د ارزونې بهیر گړندی کړي. د دغې اعلامیې په یوه برخه کي راغلي دي: «ډېره مهمه ده چي خبریالان ژرترژره ډاډمنو هیوادونو ته انتقال سي، ترڅو ژوند او راتلونکی یې له گواښ څخه مصؤن پاته سي.»
د خبریالانو د ملاتړ سازمان همدارنگه له نړیوالې ټولنې، د کډوالو په چارو کي د ملگرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ، د بیان د آزادۍ مدافع بڼسټونو او رسنیو او خبریالانو له ملاتړ کوونکو څخه غواړي چي د امنیت د تأمین، حقوي ملاتړ، او د پناه غوښتنې نړیوالو برنامو ته د افغان خبریالانو د لاس رسي له پاره خپلې هلې ځلې زیاتي کړي.
په افغانستان کي واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، ډېرو خبریالانو د محدودیتونو له وضع کولو وروسته او د طالبانو له خوا مخ پر زیاتیدونکو گواښونو له امله هیواد پرې ایښی او له افغانستان څخه بهر په تیره بیا گاونډیو هیوادونو ته پناه وړې ده، اوس دغه خبریالان له حقوقي ستونزو او غیرعادلانه چلندونو سره مخامخ سوي دي.