په پاکستان کي حکومتي کړکېچ دوام لري
۱۳۹۱ تیر ۱, پنجشنبهد پاکستان محلي تلويزونو رپوټ ورکړ، چي د دغه هيواد يوې محکمې امر کړی دئ، چي د ولسمشر اصف علي زرداري له خوا نوی نومول شوي صدارعظم، شهاب الدين چي تر اوسه پوري د ټوکرانو د صنعت وزير وو، د يوې پخوانۍ دوسيې له امله بايد ونيول سي.
له داسي يوه اعلان سره د پاکستان د حکومت کورنی سياسي کړکېچ نور هم ژور سو. په پام کي وه، چي ډير ژر به شهاب الدين د گوښه کړل سوي صدارعظم، يوسف رضا گيلاني، چي هغه هم د ستري محکمې د يوې پريکړي قرباني شو، ځاي ونيسي.
د پاکستان په ملي اساملبۍ کي د ولسمشر زرداري پيپلز گوند اکثريت لري. په پام کي ده چي هغه سبا(جمعه) په دې هکله خپله غونډه وکړي.
خو دا چي اسامبلۍ به د صدراعظمۍ د چوکۍ له پاره د شهاب الدين او که د پيپلز گوند د يو بل کانديد پر سر خبري وکړي، د پاکستان د نشه يي موادو پر ضد محکمې له خوا تر صادر شوي امر وروسته، معلومه نه ده.
پر نوي نومول شوي صدراعظم باندي تور لگول سوی دئ، چي هغه وخت چي دی د روغتيا وزير وو د«افيدرين» په نامه يوه درمل د صادراتو د کچي له حدودو څخه ئې سرغړونه کړې وه. د پاکستان د نشه يي موادو پر ضد پلټونکو د گيلاني زوی، علي موسي گيلاني هم تورن کړی دئ چي هغه هم په دې قضيه کي لاس لري. گيلاني او شهاب الدين دواړو دا ډول تورونه رد کړي دي.
دا لا تر اوسه پوري معلومه نه ده، چي د محکمې امر به د صدراعظم په توگه د مخدوم شهاب الدين پر نوماندتوب اغيز وکړي که نه. خو د رپوټونو له مخي د پيپلز گوند اوس د يو بل نوماند په لټه کي دئ. د هغو په ډله کي د پاکستان د اطلاعاتو د پخواني وزير قمر زمان کايره نوم هم اخيستل سوی دئ.
د سه شنپې په ورځ د پاکستان ستري محکمې لومړی وزير گيلاني بې صلاحيته کړ. د محکمې په وينا«هغه له دې څخه ډ ډه کړې وه، چي د ولسمشر اصف علي زرداري پر ضد د اختلاس د تورونو يوه دوسيه پرانيزي.»
د محکمي تر حکم وروسته د گيلاني يو مشارو ويلي ول، چي يوازي پارلمان کولای شي، چي له صدراعظم څخه اعتماد بيرته واخلي. خو داسي ښکاري چي زرداري له محکمې سره د مقابلي پر ځاي د «اطاعت» لار غوره وگڼله او له دې څخه ئې ډډه وکړه چي له قضاء سره مقابله وکړي.
خو لا ورځ تيره شوې نه ده، چي د پيپلز گوند بل نوماندهم د گيلاني له برخه ليک سره مخامخ کيږي.
د پاکستان هر نوی صدراعظم به له سختو ستونزو او چيلينجونو سره مخامخ وي. هغه به نه يوازي د ستري محکمې د پياوړي ستر قاضي افتخار چوهدري، چي نوی په سياست کي راڅرگند سوی دئ او ډير سياست وال په فساد او اختلاس تورنوي، بلکي په ملي او نړيوال ډگر کي هم.
تحليلگران وايي، چي نوی صدراعظم به مخکي له دې چي له بهرنۍ نړۍ سره د پاکستان د اړيکو ستونزو ته جواب پيدا کړي، افتخار چوهدري به ځني وغواړي، چي د ولسمشر پر ضد د اختلاس دوسيه پرانيزي.
هغوی وايي، چي تر راتلونکي پارلماني ټاکنو مخکي ښايي هر نوی صدارعظم د دې هيواد د قضاء تر فشار لاندي وي.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل