په پاریس کي د افغانستان د ښځینه بایسکل ځغلوونکو لوبې کیږي
۱۴۰۴ خرداد ۲۹, پنجشنبهپه فرانسه کي د بایسکل ځغلوني د اتلولۍ لوبي ترسره کیږي. افغان ورزشکاراني هم په دغو سیالیو کي هم هغه لار وهي، لکه څنگه چي د فرانسې د اتلولۍ د لوبې نور ورزشکاران یې وهي.
د اتلولۍ د لقب مدافع فریبا هاشمي، چي د ۲۰۲۲م کال د ښځو د بایسکل ځغلولو په سیالۍ کي اتله سوه، د جون پر ۲۸ نېټه به د فرانسې په لوېدیځ کې د ۱۱۵.۵ کیلومتري لار وهلو د سیالۍ له پاره د څلورو نورو هیوادوالو سره یوځای گډون وکړي.
په پام کي ده چي له هغوی څخه به درې تنې د جون پر ۲۶مه د وخت په آزمویني کې هم سیالي وکړي.
له هغه وخت (په ۲۰۲۱م کال) چي طالبان په افغانستان کي واک ته رسېدلي دي، هغوی د ورزش او همدارنګه د ثانوي ښوونځیو او پوهنتونونو څخه د ښځو د ایستلو له پاره محدودیتونه وضع کړي دي، او د ښځو سپورت په اغېزمنه توګه منع سوی دی.
هاشمي وويل: "دغه لوبې د پيوستون يوه عالي ننداره ده." فریبا هاشمي زیاته کړه: «له لوړو احساساتو سره زه له خپل لقب څخه د دفاع له پاره چمتووالی نيسم. زه په ښکاره ډول هيله لرم چې گټونکې سم، خو زه دا هيله هم لرم چي دا سيالي به د نورو ورزشکارنو د ځلیدو سبب هم سي.»
که څه هم افغان ښځینه بایسکل ځغلوونکې د خپلو فرانسوي سیالانو تر څنگ لوبې کوي، خو د افغانستان د ملي اتلولۍ په اړه پریکړې له پاره به له یوې بېلې درجه بندۍ څخه کار واخیستل سي.
د بایسکل ځغلوني د نړیوالي اتحادیې مشر دیوید لاپارتینت، وویل: «بې له شکه، د خپل هیواد د اتلولۍ په سیالۍ کي به د غوره افغان ښځینه بایسکل ځغلوونکو بیا لیدنه یوه احساساتي او د ویاړ وړ پیښه وي.»