په پاریس ښار کې د ايران سفارت مخې ته د افغانانو لاریون
په پاريس کې ميشتو افغانانو د ايران سفارت مخې ته ستر لاريون وکړ. دوی په وروستيو کې د ايراني ځواکونو له خوا افغان کډوالو سره د بد چلند پر ضد خپل غږ پورته کړ. د لاریون يو مسئول، امرالله صافي يې انځورونه راستولي، ويې ګورئ!
پولیسو سره همغږي
د افغانانو له خوا په پاریس ښار کې د شنبې ورځې لاريون د فرانسې پولیسو سره په همغږۍ په لاره واچول شو.
د ایران سفارت
امرالله صافي (په انځور کې وينا وال)دويچه ويله ته وويل چې د فرانسې پولیسو ورسره ومنله چې افغانان دې د ايران سفارت مخې ته لاريون وکړي. لاريون د شنبې په ورځ (د جون ۲۰مه) ماسپښين ۳ بجې پيل او ۶ بجې پای ته ورسيد.
پراخ ګډون
د لاريون په پریکړه ليک کې ويل شوي دي چې د شنبې په لاريون کې نژدې ۱۰۰ کسانو ګډون کړی وو.
د غم ساز
په پاريس کې د ایران سفارت مخې ته راټولو شوو افغان اعتراض کونکو خپل اعتراض د غمجن ساز په غږولو پیل کړ. لاريون په ځايي وخت د ماسپښين په درو بجو پيل او په ۶ بجو پای ته ورسيد.
غمشريکي او دوه دقیقې چوپتيا
د لاريون ګډونوالو په ايران کې د وژل شوو افغان کډوالو له کورنيو سره خپله غمشريکي وښوده او د قربانيانو په درناوي يې د دوو دقیقو له پاره چوپتيا اختيار کړه.
ملي سرود
د افغانستان ملي سرود هم وغږول شو. افغان لاريون کونکي يې د اوريدو او درناوي په حال کې ليدل کيږي.
د ايراني پولیسو تمثیل
لاريون کونکي وايي، کوم زورزياتی چې ايراني پولیس له افغان کډوالو سره کوي، بيلګې يې په تمثيلي شکل د ايران سفارت مخې ته اجرا کړې.
تیاتر
د تياتر يوه بله برخه. پاریس میشته افغانان وايي چې ايراني پولیس د افغانانو د نيولو پر مهال له هغوي سره دغه ډول چلند کوي لکه څنګه چې په انځور کې دوی تمثیل کړی دی.
د تياتر ټیم
په دغه انځور کې د افغان کډوالو د تياتر لس کسيزه ډله ښکاري چې د لاریون پر مهال يې تمثيلي ټوټې اجرا کړې.
د افغانانو تر څنګ بهرنيان
د شنبې ورځې په لاريون کې نورو ګڼ شمير بهرنيانو هم ګډون کړی وو. يو فرانسوی چې د امرالله صافي په خبره د يو مهاجرپلوه سازمان غړی دی، د وینا کوي.
د بشري سازمانو د ملاتړ غوښتنه
د ایران سفارت مخې ته راټولو شوو لاریون کونکو پر بشري سازمانونو هم غږ وکړ چې د افغان مهاجرینو د حقوقو ځانګړي پلټنه پیل کړي او د هغوی ټول انساني حقوق خوندي کړي.
متحد افغانان
د لاريون کونکو له خوا د خپور شوي پریکړه ليک په يوه برخه کې راغلي: »فرانسه مېشت افغان ځوانان د بهر میشتو مختلفو افغانانو په استازیتوب میدان ته را وتلي یو او هیڅ ډول مذهبی، قومي یا ژبنیز تعصبات او توپیرونه زمونږ منځ کې شتون نه لري. مونږ ټول یو واحد افغان ملت یو او همداسې به متحد پاتې کیږو.»
د مطبوعاتو حضور
افغان لاريون کونکي وايي: »مونږ د ایران د دولت او ولس نه غوښتنه کوو چې د افغان مجبوره مهاجر وګړو سره د نړیوالو قوانینو، د انسانیت او اسلامیت په رڼا کي چلند وکړي.» دوی وايي چې لاريون ته ځينې رسنۍ هم راغلې وې.
د محاکمې غوښتنه
په پریکړه ليک کې دا هم راغلي، چې ایران باید سيند ته د غورځول شوو ۵۷ تنو افغان مهاجرو او تر هغې وروسته په یوه موټر کې د څو تنو افغانانو د سوخولو اصلي عاملان محاکمه کړي.
سولیز لاريون
د لاريون د مسئولينو په خبره، په پاریس ښار کې د ایران سفارت مخې ته د افغانانو لاریون په سوليزه توګه ترسره شو. په پاریس کې د افغانانو مرکزي ټولنه وايي که يې غږ وانه وريدل شي، دوی به خپلو دغه ډول لاريونونو ته ادامه ورکوي. چمتو کونکی: محمد کریم صالح/ ن.ص