په يمن کي هوايي بريد تر ۱۰۰زيات کسان وژلي دي
۱۳۹۸ شهریور ۱۱, دوشنبهپه جنگ ځپلي يمن کي پر يوې ودانۍ باندي چي د يوه زندان په توگه کاريده، د هوايي بريد له امله ښايي تر۱۳۰ پوري زندانيان پکښې وژل سوي وي.
د سره صليب نړيوالي کميټې خبر ورکړی دی چي د يمن په جنوب لويديځ کي پرتې سيمي، ذامار په دغه ودانۍ کي شاوخوا ۱۷۰ زندانيان ساتل کيدل. له هغو څخه ۴۰ تنه يي سخت زخميان سوي او پاته ۱۳۰ تنه ښايي وژل سوي وي.
په يمن کي د سره صليب مشر فرانڅ راوخن شتاين ويلي دي چي د مړو جسدونه په اوس وخت کي له ودانۍ څخه راايستل سوي او ټپيان د درملني له پاره روغتونونو ته انتقال سوي دي.
د رواخر شټاين په خبره د سره صليب کارکوونکي لا په ويجاړيو کي په ژوندي پاته سوو کسانو پسې گرځي. خو بيا هم ددې چانس کم ليدل کيږي چي هغوی دي پيدا سي.
د ذامار پر ښار هوايي بريد، نوموړې ودانۍ بشپړه ويجاړه کړې ده. د پوځي ايتلاف په حواله، د بريد هدف د پايتخت صنعا په جنوب کي پروت، ذامار ښار کي د حوثي ياغيانو يوه هډه وه.
د نوموړي ايتلاف په خبره، هغوی د وسلو هغه يو ډيپو ويشتلی چي پکښي بې پيلوټه الوتکي او راکټونه ساتل کيدل.
خو د حوثي ياغيانو استازي او د ښار اوسيدونکي بيا برعکس وايي چي دغه ودانۍ پخوا يو مکتب وو چي اوس ترې د زندان په توگه استفاده کيدله.
راوخن شتاين دغه بريد سخت انديښمن کړی او زياتوي چي »زندانيان د نړيوالو حقونو له مخي محفوظ دي.«
اوه بريدونه
مخکي تر دې حوثي ياغيانو د ال مسيرا په نامه خپل تلويزيوني چينل له لاري د سونو وژل سوو او ټپيانو خبري کړي وې. د هغوی په حواله، ايتلاف په مجموعي ډول اوه بريدونه کړي دي.
په يمن کي له ۲۰۱۵م کال راهيسي داخلي جگړه روانه ده. نظامي ايتلاف د سعودي عربستان په مشرتوب، د حوثي ياغيانو پر ضد چي د ايران له خوايي ملاتړ کيږي، جنگيږي.
مخکي تر دې حوثي ياغيانو د يمن په شمال کي د پايتخت صنعا په گډون، ډيره برخه تر خپلي ولکې لاندي راوستلې وه.
G.P/N.Z/dpa