په نړۍ کې د جګړو او شخړو رپوټ خپور شو
۱۴۰۱ فروردین ۶, شنبهد آلمان د هايدلبرګ د نړيوالو کړکېچونو د څېړنو انستيتوت دغه څېړنه په ۲۰۲۱ کال کې ۲۰ جګړې په ګوته کوي چې د تاوتريخوالي د تر ټولو لوړې کچې نښتې دي. په دې سره د يوه کال مخکې يعنې ۲۰۲۰ کال په پرتله يوه جګړه راکمه شوې ده، خو هغه د وسلوالو نښتو دويم تر ټولو لوړ تعداد هم دی چې کارپوهانو تر دې دمه مستند کړی دی. د روسيې او اوکراين جګړه لا په ۲۰۲۱ کال کې نه وه شروع شوې.
د جګړو او شخړو اصلي سيمې د جمعې په ورځ د دغې خپرې شوې څېړنې په حواله په تېره د صحرا جنوب ته افريقايي هېوادونه دي چېرته چې ۱۶ وسلوال جنګونه ثبت شوي دي چې پنځه ورڅخه تازه ترينګلې شوې شخړې دي. اړونده هېوادونه کامرون، د کانګو دموکراتيک جمهوريت، اتيوپيا، مالي، نايجريا، سوماليا او سوډان دي. مخکې له دې چې روسيه پر اوکراين يرغل وکړي، څېړونکو د اوکراين په دونباس سيمه کې محدوده جګړه په ۲۰۲۱ کال کې په اروپا کې يوازنۍ تاوتريخجنه شخړه بللې وه. په ۲۰۲۰ کال کې لا کارپوهانو د ارمنستان او اذربايجان تر منځ شخړه د جګړې په صفت درجه بندي کړې وه. تر اوسه لا ۱۸ لانجې په اروپا کې تاوتريخجنې بلل کيږي لکه د بلاروس او مولداويا شخړې.
په آسيا کې څېړونکو په ميانمار کې جاري نښتې جګړه بللې ده. د محدودو جنګونو په صفت په لاتينه امريکا کې د مخدره موادو د ډلو په وړاندې روانې شخړې په برازيل او مکسيکو کې او له نيمه پوځيانو سره نښتې په کولمبيا او وينزويلا کې جاري جنګونه بلل کيږي. يوه هر اړخيزه کتنه په دغه څېړنه کې په افغانستان کې د »ترهګرۍ په وړاندې شل کلنې جګړې« ته شوې ده.
د جګړې لاملونه
د جګړې د تر ټولو عامو لاملونو په صفت دغه رپوټ ايديالوژيک تضادونه په ګوته کوي، مثلاً مذهبي اختلافات. د تاوتريخجنو پېښو او سياسي اختلافاتو نور دلايل توکميز توپيرونه، د اوبو او ځمکې په څېر د منابعو په سر شخړې او د ملي واک په سر ډغرې بلل شوې دي.
د هايدلبرګ د شخړو دغه رپوټ د آلمان د هايدلبرګ ښار د سياسي چارو د څېړونکو له خوا خپريږي. د ۱۹۹۱ کال راهيسې دغه رپوټ د شخړو، کړکېچونو او جګړو په هکله عمومي معلومات رانغاړي. په ټوله نړۍ کې ۲۰۰ څېړونکي په دغه رپوټ کې ګډ کار سره کوي.
آ./ن.ص./خ.ح.