په نړۍ کي لس ځوان مشران وپیژنی
زیباستین کورتڅ چې یوازي ۳۱ کلن دی، د اتریش نوی صدراعظم ټاکل شوی دی. تر اوسه پورې هغه د یو هیواد د مشر په توګه ټاکل شوی تر ټولو ځوان مشر دی. په دې انځوریز البوم کې ځینو نورو ځوانو مشرانو ته کتنه شوې.
اتریش، زيباستيان کورتڅ
د اتریش د خلکو د ګوند مشر، زيباستيان کورتڅ د سیاست په ډګر کې یوازنی ځوان سیاستوال نه دی. په دې وروستیو کلونو کې ډيرو هیوادونو د زړو کسانو پر ځای یې زیاتره ځوانان د مشرانو په توګه ټاکلي دي.
ماریو فریک، د لیشتن شتاین لومړی وزیر
د ۱۹۹۳م کال په دسمبر میاشت کې ماریو فریک د لیشتن شتاین چې د سویس او اتریش ترمنځ یو کوچنی هیواد دی، د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. په دې وخت کې د هغه سن ۲۸ کاله وو او د نړۍ تر ټولو ځوان مشر شو. نوموړي د ۲۰۰۱م کال تر اپریل میاشتې پورې د اوو کلونو له پاره په نړۍ کي د شپږم تر ټولو کوچني هیواد مشري په غاړه لرله.
پیندالي مایکو، البانیا
مایکو د ۱۹۹۸م کال نه تر د ۱۹۹۹م کال تر اکتوبر میاشتې پورې د البانیا د لومړي وزیر دنده پرمخ بیوله. کله چې په ۱۹۹۸م کال کې هغه دغه مقام ته ورسید، ۳۰ کلن وو.
ایګور لوکسیک، مونتینیګرو
ایګور لوکسیک چې د مونتینیګرو هیواد د بهرنیو چارو د وزیر په توګه یې کار کاوه د خپلې دندې پرمهال ۳۴ کلن وو. نوموړي له ۲۰۱۲م کال څخه تر۲۰۱۶م کاله پورې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر وو. تر دې مخکې په ۲۰۰۴م کال کې نوموړي د ماليې د وزیر په توګه هم کار کړی او هغه مهال۳۰ کلن وو.
بینظیر بوټو، پاکستان
په ۱۹۹۸م کال کې بینظیر بوټو د پاکستان په تاریخ کې لومړنۍ میرمن وه چې په یوه مسلمان هیواد کې یې ټاکنې وګټلې. د ۱۹۸۸م کال د دسمبر میاشتې پر ۲ نیټه هغه د پاکستان لومړۍ وزیره شوه چې په هغه وخت کي ۳۵ کلنه وه.
ویکتور اوربان، هنګري
د هنګري اوسنی لومړی وزیر څوک چې د مهاجرت ضد د شدید سیاست له امله هم شهرت لري، تر دې وړاندې یې یو ځل مخکې هم یعنې له ۱۹۹۸ نه تر ۲۰۰۲م کاله پورې د دې هیواد مشري درلوده. کله چې د لومړي ځل پاره هغه دغه دنده ترلاسه کوله، د هغه عمر ۳۵ کاله وو.
عاطفته یحی آغا، کوسوو
یحی آغا له۲۰۱۱م کال نه تر۲۰۱۶م کاله پوري د کوسوو د لومړۍ وزیري په توګه لومړۍ میرمن وه. په دې وخت کې هغه ۳۶ کلنه او د دې هیواد په تاریخ کې هم تر ټولو ځوانه سیاسي څیره وه.
امانویل ماکرون، فرانسه
د ۲۰۱۷م کال د مې میاشتې په ۷ نیټه، امانویل ماکرون د فرانسې د دوهم پړاو ټاکنې وګټلې او په دې سره د دغه هيواد تر ټولو ځوان ولسمشر وټاکل شو. تر دې مخکې هغه له ۲۰۱۴م کال نه تر ۲۰۱۶م کاله پورې د ولسمشر فرانسوا هولاند په حکومت کې د اقتصاد وزیر وو.
یوسف جاهد، تونس
جاهد چې اوسمهال د تونس لومړی وزیر دی واک ته د رسیدو پر مهال۴۰ کلن وو. هغه مهال چې د تونس پخواني لومړي وزیر حبیب الصید د یاد هیواد د پارلمان د اعتماد رایه له لاسه ورکړه، نوموړي بیا وروسته یوسف جاهد خپل ځای ناستی معرفي کړي. نوموړي د ۲۰۱۶م کال د اګست پر ۲۷ نیټه د دې هیواد د حکومت چارې په لاس کې واخیستې.