په نورستان کي په لسونو کیلوگرام بیروج او یاقوت وپلورل سول
۱۴۰۴ تیر ۲۳, دوشنبهد طالبانو ادارې د کانونو او پترولیم وزارت له خوا د استخراج سوو قیمتي ډبرو خرڅلاو ادامه لري.
په تیره یوه اونۍ کي په نورستان ولایت کي د نورو تر څنگ د کوانزیت، بیروج او یاقوتو په گډون، یو وار بیا قیمتي استخراج سوي ډبرې پلورل سوي دي.
د طالبانو ادارې د کانونو او پترولیم وزارت نن دوشنبه (۲۰۱۵ م کال د جولای ۱۴) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چي د نورستان ولایت په کامدیش ولسوالۍ کي یې په یوه لیلام کي، د ۱۲۰ میلیونو افغانیو په ارزښت، ۱۶۵ کیلوگرامه د بیروج ډبره خرڅه سوې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې، له دغې معاملې څخه ۱۲ میلیونهافغانۍ یې د طالبانو خزانې ته لویدلي دي. همدارنگه نوموړي وزارت تائید کړې ده چي په دغه لیلام کي د اول وار له پاره له نورستان څخه استخراج سوي یاقوت هم پلورل سوي دي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي وړاندي کړي.
تیره اونۍ هم په نورستان کي د نیژدې دوو میلیونو افغانیو په ارزښت، د بیروج ۲۰ کیلوگرامه قیمتي ډبره د طالبانو له خوا وپلورل سوه.
د نورستان د کانونو رئیس اعلان وکړ چي دغه ډبرې د وامه ولسوالۍ د دره کورد له کان څخه استخراج سوي او په یوه آزاده داوطلبي کي د یو میلیون ۸۵۱ زره افغانیو په بیه پلورل سوي دي. د هغه په خبره له دغو پیسو څخه ۱۸۵ زره افغانۍ د طالبانو خزانې ته لویدلي دي.
د زمردو پلورل
د طالبانو ادارې د کانونو او پترولیم وزارت اعلان کړی دی چي تیر کال، دغه وزارت د ۱۹ داوطلبیو په ترڅ کي، د پنجشیر ۷۹ قیراط زمرد د شاوخوا ۳،۵ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت پلورلي دي، چي له دغو پیسو څخه لس سلنه یې د طالبانو ادارې خزانې ته لویدلي دي.
د روان لمریز کال له پیل راهیسي هم د طالبانو له خوا په پنجشیر کي د قیمتي ډبرو په تیره بیا زمردو خرڅلاو ادامه لري.
د نوموړي وزارت ویاند همایون افغان، دویچه ویله ته وویل: »د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال له پیل څخه تر اوسه پورې، شاوخوا ۱۸ زره قیراطه زمرد د ۱،۱ میلیونو ډالرو په بیه د پنځو داوطلبیو په ترڅ کي خرڅ سوي دي چي له دغو پیسو څخه هم لس سلنه یې اسلامي امارت ته ځانگړي سوي دي.«
د کانونو د استخراج له پاره د ټاکلو معیارونو او ستندردونو نشتوالی
ډیرو کارپوهانو د کانونو په استخراج کي د طالبانو عجله د پوښتنې وړ بللې او د هغوی پر دغه کار یې انتقاد کړی دی.
د اقتصادي چارو ځینو کارپوهانو ویلي دي چي د اقتصاد په ښه والي او بیکاري په کمیدو کي د کانونو پر ارزښت سربیره، غیر مسلکي او پر خپل سر استخراج کیدای سي د سرچینو د له منځه تلو او په اوږدمهال ډول ستونزو سبب سي.
د اقتصادي چارو کارپوه محمد ندیم امیري، وایی: «په افغانستان کي د ډیریو کانونو استخراج، د متخصصو او مسلکي کسانو له حضور پرته ترسره کیږي. دغه ډول په خپل سره استخراج نه یوازي د طبیعي منابعو د له منځه وړلو سبب کیږي، بلکي په اوږدمهال ډول کیدای سي د حکومت له پاره په یوې جدي ننگونې واوړي. په اوس وخت کي، د سرو زرو په شان قیمتي ډبرو په شان منابعو د استخراج له پاره، د ستندردونو او ټاکلو معیارونو نه موجودیت د یوې مدیریتي او مسلکي تشې ښکارندويي کوي چي کیدای سي په راتلونکي کي منفي نښې له ځانه پریږدي.»
اړوند:د پنجشیر زمردو بیا پلورل، خو آیا استخراج یې قانوني او مسلکي دی؟
د اقتصادي چارو دغه کارپوه همدارنگه وايي چي د کانونو له اصلي ننگونو څخه، یوه یې هم له نړیوال بازار څخه بې خبري او د قیمتي ډبرو د اصلي ارزښت په ټاکلو کي ناتواني ده. هغه زیاتوي: «د مجهزو لابراتوارونو او تخنیکي امکاناتو نه موجودیت، د دغو منابعو دقیقه ارزونه سختوي او د غیرعادلانه خرڅلاو او اقتصادي فرصتونو له لاسه ورکولو ته زمینه برابروي.»
طالبانو په افغانستان کي په نیژدو څلورو کلونو واکمنۍ کي د کانونو استخراج ته ډیر تمرکز کړی دی او تر اوسه يې له داخلي او خارجي شرکتونو سره، د کانونو د استخراج څو قراردادونه لاسلیک کړي دي. د طالبانو اداره چي په نړیواله کچه منزوي سوې ده، په ظاهره کي کانونو ته د یوې مهمې عایداتي سرچینې په سترگه گوري.