ټولنهافریقا
په نایجیریا کې ۱،۸ ټنه کوکاین نیول شوي
۱۴۰۱ شهریور ۲۹, سهشنبهاعلان
د دغه هیواد د مخدره توکو ضد ملي ادارې ویاند ویلي دي چې دغه توکې په لاګوس ښار کې د هستوګنې د یوې ودانې په ګودام کې موندل شوي دي.
زیاته شوې ده چې دغه کوکاین په اروپا او آسیا کې د مشتریانو له پاره چمتو شوي وو. دغه چاپه د څو کلونو تحقیقاتي کار په نتيجه کې شوې ده او د دغه مخدره توکو په تړاو څلور تنه نیول شوي دي.
ګومان کیږي چې دغه ډله د مخدره مواد د يوه نړیوال بانډ غړي اوسي چې له ۲۰۱۸م کال راهیسې د نایجیریا او امریکا متحده ایالاتو د مخدره توکو ضد ادارو له خوا تعقيبيدل.
لویدیځه افریقا په لاتین امریکا کې د جوړیدونکو کوکاینو ستر ترانزیتي مرکز ګڼل کیږي، چې وروسته بيا په اروپا کې پلورل کیږي.
سږکال په اپریل میاشت کې څه دپاسه دوه ټنه کوکاین په عاج ساحل او ۹،۵ ټنه کوکاین په کېپ ورډ، کې نیول شوي وو