په میلیونو افغانان د اختر په مخ کې له بريښنا بې برخې شوي
۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۰, شنبهد افغانستان د برېښنا شرکت ویاند، حکمت الله میوندي په يوه ويډيويي پیغام کې ويلي دي چې «دښمنانو... د بریښنا دوه پاېې په بمونو الوځولي دي.»
د افغانستان د بریښنا شرکت وايي چې د پایو د ترمیم له پاره پنځه ټيمونه په کار ګمارل شوي دي. د دغه شرکت ویاند په دې هکله زیاته کړه: «دغه پاېې د غره په سر نصب شوي دي او زموږ ټيمونه هڅه کوي چې جوړې ېې کړې.»
د میوندي په خبره، د پایو د موقتی جوړیدو سره به يو څه بریښنا د شنبې تر شپې پورې تامين شي خو د هغو بشپړ ترمیم کیدای شي دوه اوونۍ وخت ونیسی. پولیس وايي چې د پايو د تخریب په تړاو ېې دوه مشکوک کسان نيولي دي.
د کابل په ميلیوني ښار کې ګڼ شمیر کورونه، هستوګنځایونه او سوداګريز مارکيټونه په داسې وخت کې له بريښنا محروم شوي دي چې خلک د کمکي اختر رسيدلو او لمانځلو ته د چمتووالی په حال کې دي.
افغانستان خپله د اړتيا وړ ډیری بريښنا له ګاوڼديو هیوادونو ازبيکستان او تاجیکستان څخه واردوي. په افغانستان کې د بریښنا د انتقال پاېې چې په غرنیزو سیمو کې هم نصب شوي تر دې مخکې هم د وسلوالو له خوا په کراتو تخریب شوي دي.
د افغانستان پر يوولسو ولایتونو بريښنا په داسې حال کې قطع شوې، چې په وروستيو کې داعش ډلې د پلازمېنې په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې خونړۍ بمې چاودنې کړي دي.