په متحده ایالاتو کې د وسلو د لابي پر ضد پراخ اعتراضونه
۱۳۹۷ فروردین ۵, یکشنبهد امریکا متحده ایالاتو په فلوریډا ایالت کې د پارکلند ښار په یوه ښوونځي کې تر عام وژنې شاوخوا شپږ اونۍ وروسته، په ټول هیواد کې په سلګونو زره وګړي د «زموږ د ژوند له پاره مارش» تر شعار لاندې سره راټول شول.
هغه زده کونکي چې د ښوونځي له خونړي برید څخه ژوندي پاتي شوي ول، د خپلو ویناو په ترڅ کې د امریکا پر سیاست د وسلو تر ټولو قدرتمندې لابي «NRA» یا د (وسلو ملي ټولنې) د نفوذ غندنه وکړه.
د ټول واشنګټن ډي سي په کچه اعتراضونه چې د «مارجوی ستومن داګلاس» د ښوونځي د زده کونکو له خوا سازماندهي شوي وو، چیرې چې د ولنټاین په ورځ په کې د دریو تنو لویانو په ګډون د ښوونځي ۱۴ تنه زده کونکي ووژل شول.
د دې ښوونځي یو ۱۷ کلن زده کونکی کامرون کاسکي، چې له دې عام وژنې څخه ژوندی پاتی شوی دی شعار وکړ:«موږ تحول یو».
کاسکي وویل هغه ځوان نسل چې د وسلو د تاوتریخوالي تر اغیزې لاندی دی، باید د یو ډاډمن راتلونکي له پاره مبارزه وکړي. هغه زیاته کړه: اوسني اعتراضونه د دې غورځنګ د اوج ټکی نه، بلکې پيل دی.
په دې اعتراضونو کې یوه له احساساتو ډکه شیبه د پارکلند د ښوونځي د یوې زده کونکې ماګونسالس، را څرګندیدل ول. دغه زده کونکې شپږ دقیقې او ۲۰ ثانیې د مایکروفون مخې ته چپ پاتې شوه او په داسې حال کې چې اوښکو یې پر مخ لاری جوړې کړې وې ونه توانیدله چې یو څه ووایې. دقیق همدومره وخت د هغې په ښوونځي کې د انسانانو وژنې دوام کړی وو.
بیا هغې خبرې پیل کړې او ويې ویل: «له شپږو دقیقو څخه په لږ څه ډیر وخت کې یې له موږ څخه ۱۷ دوستان واخیستل».
ډیر شمیر مشهورو څیرو هم له دې اعتراضونو څخه ملاتړ کړی دی. د ویناوالو ترڅنګ د پاپ موسیقۍ مشهورو څیرو لکه میلي کروز، آریانا ګراند، جنیفر هودسن، او دمی لوواتو هم سندرې وویل.
د پارکلند، شیکاگو، بوستون، فلادلفیا، میامي، هیوستن، لاس انجلس او نیویارک، چیری چې دونالد ترمپ زیږدلی دی په ګډون یو شمیر ښارونو کې ډیرې پراخې مظاهرې ترسره شوې.
د ترمپ برج مخې ته مظاهره کونکو داسې انځورونه لیږدول چې د نورو ترڅنګ پرې داسې شعارونه لیکل شوي ول چې «که زموږ رهبران لکه د ماشومانو چلند ولري، باید ماشومان رهبري وکړي» یا یو بل شعار چې «د ۲۰۲۰ م کال په ټاکنو کې زه انتخاب کوم».
د نړۍ په یو شمیر نورو ښارونو د هغو له جملې څخه د استرالیا په سدني، د اسرائیلو په تل ابیب، د بریتانیې په لندن او حتی چين کې د دغو مظاهرو په پیوستون خلک راټول شول. د آلمان په برلين، مونشن، هامبورګ او بن ښارونو کې هم مظاهرې وشوې.