په لیبیا کي د مهاجرو ډله ایز قبرونه کشف سوي دي
۱۴۰۳ بهمن ۲۳, سهشنبهد لیبیا د امنیت ادارې د یوې وینا په خپرولو سره اعلان وکړ چي په هغه لومړني ډله ایز قبر کي چي د جمعې په ورځ د کوفرې ښار په جنوب ختیځ یوه کرونده کي کشف سو، ۱۹ جسدونه موندل سوي دي چي د چارواکو په حواله عدلي طب ته استول سوي دي.
په همدې ارتباط د العربین خیریه مؤسسې، چي د لیبیا په ختیځ او جنوب کي له مهاجرو او پناه غوښتونکو سره په مرسته کولو بوخته ده، وايي چي داسي ښکاري چي ځیني قربانیان په دغه ډله ایز قبر کی تر ښخیدو مخکي په مرمیو ویشتل سوي او وژل سوي دي.
اړوند:د لیبیا ساحل ته نږدې تر ۶۰ ډیر مهاجر په سمندر کې ډوب شوي
همدارنگه په کوفره کي د امنیتي ادارې رئیس محمد الفاضل، هم اعلان کړی دی چي د انساني قاچاق پر یوه مرکز باندي له برید وروسته، په دغه سیمه کي، د لږ تر لږه ۳۰ جسدونو په لرلو سره یو بل ډله ایز قبر هم وموندل سو.
ویل کیږي چي په دغو قبرونو کي نیژدې ۷۰ کسان ښخ سوي دي او د لیبیا چارواکي لا هم د سیمې د پلټلو په حال کي دي.
په لیبیا کي مخکي له دې هم د مهاجرو ډله ایز قبرونه کشف سوي دي. تیر کال د لیبیا چارواکو په شعیریف کي چي له طرابلس څخه ۳۵۰ کیلومتره لیري پروت دی، د لږ تر لږه ۶۵ مهاجرو او پناه غوښتونکو جسدونه کشف کړل.
د کارپوهانو په وینا، لیبیا په ۲۰۱۱م کال کي د معمرالقذافي له راپرځیدو راهیسي، ډېر وخت د هغو مهاجرو د تیریدو لار گڼل کیږي چي غواړي له افریقا او منځني ختیځ څخه ځانونه اروپا ته ورسوي.
انساني قاچاقچیانو له څه د پاسه یوې لسیزي راهیسي، په دغه هیواد کي له بې ثباتۍ څخه گټه اخیستې ده. دغه کسان له شپږو هیوادونو، چاد، نیجیر، سوډان، مصر، الجزایر او تونس سره د نوموړي هیواد په گډه پوله کي غیرقانوني مهاجر اروپا ته قاچاق کوي.
همدارنگه د خپرو سوو رپوټونو له مخي، انساني قاچاقچیان پس له هغه چي پناه غوښتونکي ساحل ته ورسوي، هغوی په پلاستیکي کوچنیو کښتيو کي د مدیترانې سمندرګي خطرناکي لاري ته رهنمايي کوي.
مخکي له دې د بشري حقونو ډلو، څو ځله په لیبیا کي له مهاجرو او پناه غوښتونکو څخه د اجباري کارونو، وهلو، جنسي تیریو، او شکنجې په گډون، سیستماتیکي گټي اخیستني څخه خبر ورکړی وو.