«د آلمان د افغانانو د منلو پروګرام دې ادامه پيدا کړي»
۱۴۰۴ فروردین ۵, سهشنبهکه څه هم د آلمان نوی حکومت لا نه دی جوړ سوی، خو له ګواښ سره د مخامخ افغانانو په ګډون د منلو د پروګرام د بندیدو په هکله ابتدایی تفاهم د بشري حقونو د سازمانونو اندیښنې راپارولي دي.
۴۴ سازمانونو او ډلو د سه شنبه په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د مارچ ۲۵ مه) ویلي دي چې دا »د بشردوستانه منلو یوازینۍ برنامه «ده چی له لارې یې په تیره بیا حفاظت ته اړ کسان کیدای سي په هدفمندانه ډول ومنل او آلمان ته انتقال سي. هغوی خبرداری ورکړی چې ددغې برنامې درول ښايي«ناوړه» پایلې له ځانه سره ولري.
اړوند:په جرمني کي د افغانانو د منلو پروگرام برخلیک لا معلوم نه دی
د بشري حقونو د بخښنې نړيوال سازمان، له مهاجرو څخه د ملاتړ سازمان «پروازول»، د آلمان د سوکالۍ او برابرۍ ټولنې او له مهاجرو څخه د ملاتړ یو شمیر نور سازمانونه ددغې غوښتنې لاسلیک کوونکي دي.
ددغې غوښتنې او خبرداري دلیل، د ياد پروګرام د دریدو په هکله د راتلونکي ائتلافي حکومت د احتمالي شریکانو ابتدایی هوکړه ده.
د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال «سی دی یو/ سی اس یو» اتحادي ګوندونو او د سوسیال ډیموکراټ ګوند «اس پی دی» د ائتلافي حکومت د جوړیدو په هدف ابتدایی خبرو اترو کې توافق وکړ چې د منلو پروګرام به د امکان تر حده په ټپه ودروي او په دې برخه کې به هیڅ ډول کوم بل پروګرام پر لار وانه چوي. په دغه توافق کې د افغانستان له پاره د منلو له پروګرام څخه هم په ښکاره ډول یادونه سوې ده.
نوموړو سازمانونو ویلي دي چې دا ډول برنامې «د انسانانو ژوند ژغوري او باید ادامه ورکول او لا پسې پراخ سي.» د هغوی په خبره، دا ډول برنامې په تیره بیا د ال جی بی ټي کیو ټولنې، ښځو، کوچنیانو، خبریالانو او فعالانو په څیر له ګواښ سره مخامخ کسانو د منل کیدو له پاره ضروري دي.
اړوند:اوس هم ۲۸۰۰ افغانان آلمان ته د داخلیدو په تمه دي
له مهاجرو څخه د ملاتړ له سازمان «پروازول» څخه ویبکه یودیت ویلي دي چې په همدې خاطر ددغه پروګرام له دوام څخه د نوي ائتلافي حکومت په هوکړه لیک کې بايد یادونه وسي.
د رپوټونو له مخې، ددغه پروګرام له پیل راهیسې تر اوسه په آلمان کې له سخت ګواښ سره مخامخ ۱۲۶۲ کسان منل سوي دي، په داسي حال کې چې په میاشت کی په حداکثر ډول تر زرو پوری کسان په پام کې نیول سوي وو.
دغو ټولنو ویلي دي چې سربیره پر دې ۱۵۵۷ تنه چې د آلمان د حکومت له خوا یې د منلو ژمنې ترلاسه کړي، لا هم په پاکستان کې ژوند تیروي، او «دغه کسان باید سمدستي او د امکان ترحده ژر تر ژره په الوتکو کې انتقال سي.»