۲۰۰ نوموتو کسانو پر اسرائيل د وسلو د نه پلورولو غوښتنه کړې
۱۴۰۴ مرداد ۹, پنجشنبهڅه د پاسه ۲۰۰ هنرمندانو، موسيقي ږغوونکو او د رسنیو مشهورو څېرو د آلمان له صدراعظم فریدریش میرڅ څخه وغوښتل چې اسرائیل ته د وسلو خرڅلاو او ورکول بند کړي او لا نور بندیزونه پرې وضع کړي.
په آلمان کې دغو نامتو کسانو په خپل لیک کې په غزه کې د کوچنیانو اضطراري حالت ته اشاره وکړه او ټینگار یې وکړ چې «موږ همدارنگه د حماس وحشتناکه جنایتونه هم په کلکه غندو. خو هیڅ ډول جرم د میلیونونو بې گناه کسانو ډله اییزه سزا په سخت تاوتریخوالي سره نه توجیه کوي.»
د آواز «Avaaz» د کمپاین ډله وايي چې دغه کار یې سازمان دهي کړی دی. په دغه پرانیستي لیک کې راغلي دي چې د غزې په تراډه کې، بیگناه کوچنیان له جگړې څخه اغیزمن سوي او له لوږې مړه کیږي. د هغوی په خبره «تر اوسه پورې څه د پاسه ۱۷ زره کوچنیان وژل سوي او په سلو تنه نور ټپیان سوي دي، رواني زیانونه یې لیدلي، بې ځایه سوي او وږي دي.»
اړوند:کاناډا غواړي د فلسطين دولت په رسميت وپيژني
ددغه لیک لاسلیک کوونکو اعتراف کړی دی چې فریدریش میرڅ په وروستیو ورځو کې د اسرائیل د حکومت په وړاندې انتقادي دریځ خپل کړی دی، خو هغوی د آلمان د مسیحي ډیموکراټ گوند له نوموړي سیاستوال څخه د لا زیاتو عملي اقداماتو غوښتنه وکړه.
د نامتو کسانو دغې ډلې «اسرائیل ته د آلمان د وسلو د ټولو صادراتو د بندیدو، له اسرائیل سره د اروپایي ټولنې د گډکار د تړون د ځنډولو، سمدستي اوربند او پرته له خڼد څخه بشري مرستو ته د غزې د خلکو د لاسرسي»غوښتنه وکړه.
اړوند:د غزې روغتيايي چارواکي: د جګړې د قربانيانو شمېر تر ۶۰ زره اوښتی
په دغه پرانیستي لیک کې راغلي دي:«دغه گامونه د اروپايي ارزښتونو سره په ژوره توگه سمون لري او د اسرائیل حکومت ته دا روښانه کوي چې حتی د هغه نیژدې متحدین هم نور دغه کړاو نه سي زغملای، ځکه چې خبرې کول نور کافي نه دي.»
د سویډن صدراعظم د اروپایي ټولنې له خوا له اسرائیل سره د تجارتي تړون د ځنډولو غوښتنه وکړه
سویډن د پنجشنبې په ورځ له اروپايي ټولنې وغوښتل چې له اسرائیل سره د خپل گډ کار د هوکړې تجارتي څانگه په غزه کې د جگړې له امله وځڼدوي.
د سویډن صدراعظم، اولف کریسترسون د ایکس پر شبکه ولیکل:«په غزه کې وضعیت بشپړ وحشتناک دی. اسرائیل د بیړنیو مرستو په هکله خپلو اساسي مکلفیتونو او تړونونو کې پاته راغلی دی، له همدې امله سویډن له اروپايی ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د همکارۍ د تړون د سوداگرۍ برخه سمدستي وځنډوي.»
د سویډن صدراعظم له اسرائیل څخه وغوښتل تر څو اجازه ورکړي «غزې ته پرته له خنډه بشری مرستې» ورسیږي.