په غزني کي د طالبانو تر کنترول لاندي سيمو کي څه تیریږي؟
۱۳۹۹ شهریور ۶, پنجشنبهد سولي خبرو د شروع کیدو په خاطر د کوښښونو د ډیریدو سره سم د غزني ولایت چارواکو ویلي دي چي د طالبانو په سیاست کي هیڅ تغیر نه دی راغلی او دغي ډلي په دغه ولایت کي تر خپل کنټرول لاندي منطقو کي سخت قوانین وضع کړي دي.
غزني په دې اواخرو کي د سختو نارامیو سره مخامخ او چارواکي یې مني، چي د دغه ولایت څو ولسوالۍ د طالبانو په لاس کي دي. خو هغوی ادعا کوي چي طالبانو تر خپل کنټرول لاندي سیمو کي پر خلګو باندي محدودیتونه وضع کړي دي.
د غزني ولایت ویاند، وحیدالله جمعه زاده دویچه ويله ته وويل چي «طالبان د خپل کنټرول په سیمو کي د خلګو ازادي سلب کړې او کوښښ کوي، چي پر هغوی باندي خپلي غوښتني تطبیق او تر خپل انحصار لاندي یې راولي.»
د غزني ولایت مقام ادعا لري چي طالبانو په خپل تر کنټرول لاندي سيمو کي د موسیقۍ اوریدل، موبایل تلیفونونه، د دولتي سلام شرکت سیم کارټونه، بې له محرم څخه د ښځو وتل، د ږیري خریل، تنګ او روښانه کالو اغوستل، د عینکو او پیک
داره خولیو ایښوول، په سرو او اناري موټرانو کي سپریدل او د ایسکریم او شیریخو خرڅلاو منع کړی دی.
د طالبانو تر کنټول لاندي ځیني خلګ هم تاییدوي چي طالبان کوښښ کوي چي سخت قوانین وضع او پر خلګو باندي یې عملي کړي. د اندړو ولسوالۍ څخه یو تن چي خپل نوم یې نه دی ذکر کړی، دویچه ویلي ته خپل د سترګو ليدلی حال داسي بیانوي: «د نورو محدودیتونو تر څنګ د طالبانو تر ادارې لاندي منطقو کي سپیني جرابي او کالي هم منع دي.»
په خبره یې طالبان د سپینو کالو اغوستل یې بیرق ته توهین بولي. دی اضافه کوي، چي طالبانو د ده یک په ولسوالۍ کي مدني تعلیمات د درسي نصاب څخه ایستلي او د جنګ او جهاد په باب کتابونه یې د هغوی پر ځای ورشامل کړي دي.
اړونده موضوع:«په غزني کې د نشه يي توکو د پروسس ۱۲ کارخانې له منځه وړل شوي»
په خبره یې، «د ښوونځيو شاګردان او سپورټمینان چي غواړي فوټبال او نور سپورټونه وکړي، اجازه نه لري چي د هغو مربوط لباسونه واغوندي، بلکي باید محلي او افغاني لباسونه واغوندي.»
د غزني یو بل اوسیدونکی هم چي نوم یې نه دی ذکر کړی، وايي چي له یوې خوا جنګ له بلي خوا د طالبانو محدودیتونو خلګ پزي ته راوستلي دي. په خبره یې د «کوچنیانو له پاره مکتب نه سته او یوازي مسجد او مدرسه وجود لري. خلګ ددې په خاطر چي جنګ رامنځته نه سي، خپل کوچنیان مدرسو ته نه لیږي. په دغه منطقو کي ژوند ډیر تریخ او سخت دی.»
د هغه په خبره د طالبانو تر ادارې لاندي منطقو کي بیا د ښځو ژوند تر ټولو سخت تیریږي. ځیني ښځي ادعا لري چي هغوی په دغو مناطقو کي اجازه نه لري چي تنګ او لنډ کالي واغوندي او باید په چپلیو کي هم جرابي واغوندي.
د غزني ولایت د مدني حقونو د فعالانو څخه یوې تنې دویچه ویله ته وویل چي که« کوم واده وي، هیڅوک حق نه لري د موسیقۍ ږغ لوړ کړي، نڅا وکړي او یا لنډ او رنګارنګ کالي واغوندي.»
یو تعداد هغه خلګ چي د طالبانو تر ادارې لاندي ژوند کوي، همدارنګه وايي چي په ځینو مسجدونو کي چي ملایان یې د طالبانو په ګټه تبلیغ نه کوي، لیري کیږي او پر ځای یې د هغوی همفکره ګومارل کیږي.
دا هم په داسي حال کي ده چي طالبانو په دې هکله تراوسه پوری څه نه دي ویلي، خو تردې دمخه یې ټینګار کړی وو، چي د پخوا په نسبت یې په سیاست کي تغیر راغلی او د اسلامي شریعت مطابق د خلګو ازادۍ ته پابنده دي.
زموږ له آرشيف څخه: