په عراق کې مظاهره کوونکو د امریکا پر سفارت هجوم وروړی
۱۳۹۸ دی ۱۰, سهشنبهپه عراق کې په سوونو مظاهره کوونکو، په پلازمینه بغداد کې د امریکا متحده ایالاتو پر سفارت یرغل وروړی. د آلمان خبري آژانس د سه شنبې په ورځ د عيني شاهدانو له قوله رپوټ ورکړی چی مظاهره کوونکو د امریکا بیرغونو ته اور اچولی او د کړکیو هندارې یې ماتې کړي دي. په ټولنیزو رسنیو کې خپرو سوو تصویریونو کې لیدل کیږي چې څنگه مظاهره کوونکي د سفارت پر ډبلو او مقاومو دیوالونو پورته کیږي او د شیعه گانو د اولسي غورځنگ بیرغونه رپوي.
د العربیه تلویزیون داسي ویدیوگانې خپرې کړي چې پکښي ليدل کیږي چې څرنگه مظاهره کوونکي د سفارت د دیوالو شاته اور لگوي او هغه بيا د سفارت ودانۍ ته ور غورځوي.
د بغداد په مرکز، زرغون زون کې چې پکښي بې شمیره وزارتونه او سفارتونه موقعیت لري او کلکه ساتنه یې کیږي، نور مظاهره کوونکي هم راټول سوي او هڅه کوي د امریکا د سفارت پر لور حرکت وکړي. عیني شاهدان خبر ورکوي چې عراقي امنیتي ځواکونو په اول سر کې و نه سوای کولای د هغوی د پرمختگ مخه ونیسي. وروسته یې د مظاهره کوونکو په وړاندې له اوښکي بهوونکي گاز څخه استفاده وکړه.
د یکشنبه په ورځ امریکا متحده ایالاتو په عراق او سوریه کې د شیعه ملیشو » کتایب حزب الله « تاسیسات تر برید لاندی راوستل چې په نتیجه کې یې ۲۵ انسانان ووژل او نور ۵۰ تنه زخمیان سول.
د ایران په ملاتړ دغه ملیشې د غچ اخیستنې ږغ کړی دی. د هغوی استازي ابو مهدي ال مهندس تر دغو بریدونو وروسته سمدستي وویل: »د شهیدانو او زخمیانو وینې به همداسي بې ارزښته پاته نه سي، په عراق کې به د امریکایي ځواکونو پرضد زموږ غبرگون ډیر سخت وي.«
د امریکا متحده ایالات نوموړي ملیشې، په عراق کی پر امریکایی اتباعو باندې په بریدونو تورنوي.
د می په میاشت کې لا، په عراق کې کړکیچنې وضعې ته په کتو سره، خارجه وزارت، په بغداد کې د سفارت او اربیل کې قونسلگري څخه خپل ځیني کارکوونکي راویستل. په سپتمبر مياشت کې سفارت ته نژدې دوه راکټونه و توغول سول.
د امریکا په خارجه وزارت کې د ایران له پاره د ځانگړي استازي، براین هوک په حواله په تیرو دوو میاشتو کې په عراق کې د امریکایي ځواکونو او اتباعو په وړاندې ۱۱ بریدونه ترسره سوي دي. د عراق پر یوې پوځي اډې باندې چې پکښي امریکایی سرتیري او مامورین هم اوسیږي د یوه برید په نتیجه کې یو امریکایي سرتیری وژل سوی او څلورتنه نور زخمیان سوي دي.