په شمالي وزيرستان کې ۴ سرتيري او ۴ وسله وال وژل شوي
۱۳۹۹ بهمن ۲۴, جمعهله پيښور څخه د اسوشتيد پریس خبري آژانس په حواله، د پاکستان پوځ په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې پر امنيتي پوسته باندې دغه وسله واله حمله تيره نيمه شپه د مکين په سرحدي ښارګوټي کې شوې ده.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې مکين د سويلي وزيرستان پخوانۍ قبايلي علاقه او د افغانستان پولې ته نژدې پرته ده. سرچينې په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي، خو دومره يې ويلي دي چې په سیمه کې اوس هم امنيتي ځواکونه پر تحقیقاتو بوخت دي.
تر اوسه هيڅ کومې ډلې د دغې حملې مسؤليت نه دی منلی، خو دغه غرنۍ سيمه تر ۲۰۱۷م کال پورې د ځاي اورپکو مهم پټنځای بلل کيده کوم چې د پاکستان د پوځ په وينا د مختلفو پوځي عملياتو په نتیجه د اورپکو له شتون څخه پاکه شوې ده.
خو د پوځ د دغې ادعا سره سره، دغه قبايلي سيمه لا هم وخت ناوخته د بریدونو، په ځانګړې توګه پر امنيتي ځواکونو د حملو شاهده وي. په سیمه کې د دا ډول وسله والو بریدونو ډيريدل، د پاکستاني طالبانو د بیا منسجم کیدو بيره راولاړه کړې ده.
د توغندي لګيدلو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولي
اسوشتيد پریس تیره ورځ په یو بل خبر کې ويلي وو چې د پاکستان په شمال کې د یوه توغندي د لګيدو له امله يو پنځه کلن ماشوم وژل شوی او ۷ نور ماشومان زخميان شوي دي. د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ ادعا کړې وه چې دغه توغندی د افغانستان له خاورې د وسوالو له خوا توغول شوی دی. زیاته شوې چې دغه توغندی په باجوړ سیمه کې لګیدلی دی.
افغانستان او پاکستان په دغه سیمه کې ۲۴۰۰ کيلومتره ګډه پوله لري چې په نړیواله توګه د ډيورند کرښې په نوم ياديږي. د ديورند کرښه په ۱۹مه پيړۍ کې د انګریزانو له لورې تيره شوې ده. خو افغانستان هيڅکله هم دغه کرښه د سرحد په توګه په رسميت نه ده پيژندلې.
پاکستان او افغانستان په عين حال کې بل پر بل باندې د دې تورونه هم لګوي چې د پولو په دواړو خواوو کې د يو د بل پر ضد د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.
آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.
پيښور په اړه زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم وګورئ: