په روسيه کې زلزله؛ په جاپان او امريکا کې د څونامي خبرداری
۱۴۰۴ مرداد ۸, چهارشنبهد چهارشبنې په سهار (۲۰۲۵ م کال د جولای ۳۰ مه) د روسیې په لیرې ختیځ کې د کامچاتکا ټاپو وزمه په ساحل کې د ریشتر په مقیاس ۸،۸ درجې یوه سخته زلزله، د آرام سمندرگي په لویو سیمو، جاپان، الاسکا او په هاوايي کې د امریکا په لویدیځ ساحل کې د څونامي د خبرداري د ورکولو سبب سوې ده. د روسیې د جیوفیزیک د سازمان د اعلامیې له مخې، دا له ۱۹۵۲م کال راهیسې تر اوسه پورې په نوموړې سیمه کې یوه زوروره زلزله بلل کیږي.
ویل کیږي چې په ځینو ساحلي سیمو کې د څونامي د خبرداري له خپریدو وروسته، د جاپان د ختیځ ساحل په ځینو سیمو کې د تخلیې امرونه ورکړل سوي او غیر معمولي څپې هم لیدل سوي دي. په جاپان کې د فوکوشیما له اټومي دستگاه څخه چې په ۲۰۱۱ م کال کې یې سخت زیان لیدلی وو، خبر ورکړل سوی چې د نوموړې دستگا کارکوونکي یو څه لوړو سیمو ته تللي دي.
سره له دې د جاپان د کابینې لوی منشي اعلان کړی دی چې تر اوسه پورې په دغه اټومي دستگاه کې د غیر معمولي پیښې په هکله هیڅ ډول رپوټ نه دی ورکول سوی.
د جاپان د ۲۰۱۱ م کال په څونامي کې څه د پاسه ۱۹ زره انسانان ووژل او یا هم لادرکه سول او شاوخوا ۳۴۰ زره کسان بې ځایه سوي ول.
له کامچاتکا څخه د امریکا تر لویدیځ پورې د څونامي خبرداری
د څونامي د رامنځته کیدو خبرداری، لومړی دروسیې د کامچاتکا په ټاپو وزمه کې اعلان سو. کامچاتکا په آرام سمندر کې د اور د کمربند یوه برخه شمیرل کیږي چی پکښي د آرام اوقیانوس په دواړو خواوو کې د زلزلو سخت فعالیتونه او آتشفشانونه رامنځته کیږي.
والي ولادیمیر سولودوف، د سیمې له اوسیدونکو غوښتي دي چې ساحلونو ته له نیژدې کیدو ډډه وکړي. د سیمه ائیزو بڼسټونو په حواله، د ۳ څخه تر ۴ مترو په ارتفاع د څونامي یوه څپه په کامچاتکا کې د يلیزيفو (Yelizovo) په سیمه کې ثبت سوې ده خو سره له دې د ددغې سیمې والي وايي چې تر اوسه پورې د جزئي زیانونو په هکله رپوټ ورکړل سوی دی.
د امریکا متحده ایالاتو د څونامي د خبرداري سیستم، د روسیې او جاپان په ځینو ساحلي سیمو کې په راتلونکو ساعتونو کې د څونامي د سترو څپو له رامنځته کیدو څخه خبر ورکړی دی. ددغه خبرداري سیستم د اعلان له مخې، همدارنگه د گوام او شمالي ماریانا د ټاپوگانو له پاره هم د څونامي خبرداری ورکړل سوی دی.
د جاپان حکومت هم د څونامي د خبرداري په ورکولو سره اعلان کړی دی چې تمه کیږي دغه څونامي به تر دریو مترو ارتفاع پورې د آرام سمندر په اوږدو کې ددغه هیواد د ساحلونو ډیرې سیمې په بر کې ونیسي.
د کیودو د خبري آژانس د رپوټ له مخې، د جاپان د ریلگاډو د پټلیو شرکت خپل د خدماتو ځینې برخې په ټپه درولي دي. د جاپان د راډیو ټلویزیون ملي سازمان (ان اچ کی) هم رپوټ ورکړی دی چې د څونامي څپې د جاپان دوهم ستر ټاپو، هوکایډو ته رسیدلي دي.
د نیوزیلنډ د بحران د مدیریت سازمان هم د یوې بیانیې په صادرولو سره، اعلان کړی دی چې د روسیې په ساحلونو کې د سختې زلزلې د پیښیدو په نتیجه کې، تمه کیږي چې په ساحلي سیمو کې د اوبو سختې او ناڅاپي څپې ولیدلې سي.
د نړۍ په ځینو سیمو کې د دغې سختې زلزلې د رامنځته کیدو او څونامي د خبرداري په غبرگون، د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ، د ایکس پر ټولنیزه شبکه (پخواني ټویتر) د یوه پوست د خپرولو له لارې لیکلي دي :«په آرام سمندر کې د سختې زلزلې له امله، د هاوايي د اوسیدونکو له پاره د څونامي خبرداری ورکول سوی دی. همدارنگه د الاسکا او متحده ایالاتو د آرام سمندر د ساحلونو له پاره هم د خبرداري وضعیت اعلان سوی دی. جاپان هم په دغه لار کې پروت دی. قوي او په امان کې پاته سی.»