په رجایي بندر کي د چاودنې له امله د مړو شمیر ۷۰ کسانو رسېدلی
۱۴۰۴ اردیبهشت ۹, سهشنبهد هرمزگان والي محمد آشوري اعلان وکړ چي له اور وژنې سره سره د ژغورنې هڅې ادامه لري. آشوري وویل چي همدا اوس د قربانیانو د موندلو له پاره لټون پیل سوی دی.
د هرمزگان والي څرگنده کړه چي د کانتینرونو انتقال ښايي دوې اونۍ وخت ونیسي. د کارپوهانو په خبره لاهم د قربانیانو اصلي شمېره معلومه نه ده. دا ځکه چي د لټون عملیات یوازي له اوروژنې او کانتینرونو له انتقال وروسته امکان لري.
د هرمزگان ولایت د بحران د مدیریت عمومي مشر د رجايي په بندر کي د چاودنې د قربانیانو شمیر ۷۰ کسه اعلان کړ. د بندرعباس د اوروژنې د ادارې مشر ویلي دي چي ۹۰ سلنه اور مړ سوی دی. ځیني کورنیو هم د خپلو خپلوانو له لادرکه کیدو څخه خبر ورکړی دی.
اړوند:ایران: د بندر عباس په چاودنه کې سلګونه کسان ټپیان شوي
د ایسنا خبري آژانس د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د اپریل ۲۸) د رجايي د بندر د گمرک په حواله اعلان وکړ چي هغه وارد سوی باروړونکی موټر چې په بندر کې چاودنه پکښي وسوه او اور یې واخیست "لا تر اوسه په ګمرک کي نه وو په نخښه سوی."
د مقرراتو له مخې هر باروړونکی موټر چي بندر ته داخلیږي باید «په نخښه» سي. خو، د ایسنا په وینا، د هغه وارداتي باروړونکي موټر په اړه چي له امله یې د شنبې په ورځ (د می په ۲۶) د رجايي په بندر کې چاودنه وسوه او اور یې واخیست، چې لسګونه کسان یې ووژل او تر ۱۰۰۰ زيات پکښې ټپیان شول، له دغو مقرراتو څخه هیڅ یو هم په نظر کي نه ؤ نیول سوی.
د انځورونو او شواهدو له مخې د زیانونو کچه ډېره پراخه ده. د وژل سوو او ټپیانو پر لوړې شمیرې سربیره، چې دقیق شمیر یې لا تر اوسه معلوم نه دی، او د چاودنې اقتصادي عواقب، د سیمې خلک له جدي روغتیايي ستونزو سره هم مخامخ دي.
د سرې میاشتي ټولنې د مرستې او ژغورني ادارې مشر بابک محمودي، که څه هم اعلان وکړ چي اور لګېدنه تر کنترول لاندي ده، خو ویې ویل: "د چاودنو او اور لګېدنې له امله، یو څه خطرناک ګاز په هوا کې خپور سوی، په ځانګړې توګه د هغو کانټینرونو شاته چې دفترونه موقعیت لري، او د چټک پاکولو امکانات موجود نه دي."
هغه د اور په بشپړه توګه وژنې د ناکامۍ په اړه زیاته کړه چې "باد د دې سبب سو چي د اور د بیا لګیدو شاهدان واوسو."
د ایران خبري اژانسونه وايي چي په تیرو دوو ورځو کي د رجایي په بندر کې د اور وژنې تر عملیاتو وروسته، "اوس په بندر کي د اور د مهارولو کار روان دی." داسي ادعا هم سوې ده چي په دغه بندر کي "ټولې ګمرکي پروسې" "بیارغول سوي" دي او سوداګري "عادي پروسې" ته ګرځېدلې ده، او "د صادراتو، وارداتو او ټرانزیټ" په شمول "ټولې ګمرکي پروسې، آماده سوي دي.