په جرمني کي پر مسلمانانو او مسجدونو بريدونه لږ سوي دي
۱۳۹۸ فروردین ۱۳, سهشنبهد جرمني «نويه اوسنابروکر» ورځپاڼي د دغه هيواد د کورنيو چارو وزارت د شمېرو له مخي ليکلي دي چي په ۲۰۱۸م کال کي د مسلمانانو او مسجدونو پر وړاندي د بريدونو او زور زياتيو ثبت سوي پيښي څرگند کمښت ښيي.
د دغه راپور له مخي تير ميلادي کال په ټوليزه توگه ۸۱۳ جرمي پيښي يا پر مسلمانانو او مسجدونو باندي بريدونه ثبت سوي دي. په ۲۰۱۷م کال کي د مسلمانانو ضد پيښي۹۵۰ وې.
خو په دغو جرايمو کي د ټپيانو شمېر بيا تر۲۰۱۷ (۳۲کسان) په ۲۰۱۸ کي (۵۴کسان)، زيات سوی دی. د جرمني حکومت ويلي دي چي دا چې د دغه شان پيښو په اړه راپورونه ځنډيزي کيدای سي دغه شان جرايم تر دې ډير وي.
د آلمان د کورنيو چارو وزارت دغه آمار، د دغه هيواد په پارلمان کي د کيڼ اړخي گوند د یوې پوښتني په جواب کي خپاره کړي دي.
چارواکي په دې باور دي چي نژدې ټول دغه جرمونه ښی اړخه افراطيانو کړي دي.
د کیڼ اړخو گوند د کورنيو چارو کارپوهي اولا يلپکه، يادي ورځپاڼي ته ويلي دي چي دغه شمېرې يوازي پر مسلمانانو باندي جرمي پيښي ښيي. د هغې په خبره دا ځکه چي د مسلمانانو پر وړاندي گواښونو، توهينولو او تبعيض په اړه پوليسو ته راپور نه ورکول کيږي.
په جرمني کي د مسلمانانو د شورا رئيس ایمن مازيک د دغه هیواد له حکومته غوښتي دي چي د مسلمانانو پر وړاندي خصومت د څارلو په موخه يو څوک په دنده وگوماري.
هغه له نويه اوسنابروکر ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي: «اوس تر بل هر وخت دغه شان يوه مامور ته اړتيا ده، ځکه چي په آلمان کي د مسلمانانو ضد پټه فضا موجوده ده.»
مازيک فکر کوي چي په دغه هيواد کي د مسلمانانو ضد جرمونو د کمښت دليل کيدای سي دا وي چي آلمان ته د مهاجرو راتگ لږ سوی دی.
زموږ له ارشيف څخه:
N.Z/S.R (KNA,EPD)