په جرمني کي قیمتونه نور هم لوړيږي
۱۴۰۱ آبان ۶, جمعهاعلان
دا د مونشن د پوهنتون د اقتصادي تحقیقاتو د انستیوت لخوا یوې میاشتنۍ نظر پوښتني څخه معلومیږي، کومه چي نن جمعه نشر سوې ده.
ددغه انستیوت په حواله د غذایي موادو معامله ګرانو نور هم د «بیو ډیر پورته کیدل» پلان کړي دي. د پخوا په نسبت د هغوی د قیمتونو د لوړیدو انتظار ۹۶،۷ فیصده دی. د ساختماني موادو د مارکیټونو انتظار ۸۵،۶ او الکترونیکي سامان آلاتو دا ۸۵،۴ فیصده دی.
ددغه انستیوت د رییس، تیمو ولمیرهوسیر په خبره دا ځکه چي د انفلاسیون څپه لا راروانه ده او بنده سوې نه ده.