موټر او ترانسپورتآلمان
په جرمني کي د ۴۹ یورو ټکت غوښتنه
۱۴۰۱ مهر ۲۹, جمعهاعلان
د لیبرال ډیموکراټانو د حزب دغه سیاستمداره دغه خبره تیره چهارشنبه(د اکتوبر میاشتي ۱۹) د حکومت په نمایندګۍ په پارلمان کي وکړه او اضافه یې کړه: «موږ باید د تیر دوبي د تحرک څخه کار واخلو».
په خبره یې خوشاله دی چي مرکز او ایالتونو فیصله کړې ده چي د امکان تر حده پوري ژر د نهه یورويي ټکت عوضي رامنځته سي. فولکر ویزینګ وايي: د هغه د کامیابۍ راز په دې کي ؤ چي« یوواري ټکت رانیسه او بیا نو سفرونه کوه. بې له دې چي پر بیي او د رانیولو پر مغلق او رنګارنګ سیسټم باندي یې فکر وسي. دا هغه څه دي چي د ټکټ تر بیي لا هم سړی اقناع کوي».