په جرمني کي د انسانانو يوازي توب پر ډيرېدو دی
۱۳۹۸ خرداد ۱۰, جمعهدغه مطلب المانۍ ورځپاڼي(راینشه پوست) په پارلمان کي د لیبرال دیموکراټانو د فراکسیون په حواله نشر کړی دی. له۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۷م کاله پوري دغه احساس خصوصاً له ۴۵ څخه تر۸۴ کلنو خلگو کي ۱۵ فیصده ډیر سوی دی.
خو د ۱۱ کلنۍ څخه تر۱۷ کلنۍ پوري نوو ځوانانو کي هم دغه احساس ډیر سوی دی. د یوې اوږدې مودې په څیړنه ( (KiGGSکي د ياد عمر ۴،۲ فیصده کسانو ویلي دي چي اکثراً یا همیشه ځانونه یوازي احساسوي. نجوني بیا تر هلکانو نور هم ځانونه ډیر یوازي احساسوي.
۲۷،۶ فیصدو ویلي دي، چي هغوی کله کله او یا ډیر لږ ځانونه یوازي احساسوي. علمي تحقیقاتو ته په اشارې سره د جرمني حکومت دې نتیجې ته رسیدلی دی، چي خصوصاً له ټولني څخه لیري والی او دوستانو اواشنایانو نه درلودل د مزمنو ناروغیو د لا ډیریدو سبب کیږي. ځکه نو د لیبرال ډیموکراټانو د صحي مسایلو کارپوه، اندیف اولمن غوښتنه کوي او وايي چي «د لیري والی او یوازیتوب سره د مبارزې یوې ستراتیژۍ ته ضرورت لرو.»
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 10.06.2017)