په تهران کې د افغان هنرمندانو د تجسمي هنرونو نندارتون
په تهران کې د ۵۳ افغان هنرمندانو تر ۱۳۰ زیات اثره چې پکښې نقاشي، د خط نقاشي، مجسمې، انځورونه او ویدیوګانې شاملې دي د «نیمروز» تر نامه لاندې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي دي. د دغه نندارتون انځورونه دلته لیدلی شئ.
«نمیروز» د افغان هنرمندانو د تجسمي هنرونو د نندراتون نوم دی چې په دې ورځو کې د تهران په «فرهنګسرای نیاوران» کې نندارې ته وړاندې شوی دی.
د «ایرنا» په نوم د خبري آژانس په وینا تر ۱۳۰ زیات هنري آثار چې پکښې نقاشۍ، د خط نقاشۍ، مجسمې، انځورونه شامل دي نندارې ته ایښول شوي دي.
د دغه خبري آژانس د رپوټ له مخې دغه نندارتون د دوو هیوادونو د هنرمندانو د نزدي کولو په موخه جوړ شوی دی.
ایرانۍ مجسمه جوړونکې مریم کوهستاني، د دغه هنري نندارتون مدیره ده.
په نیمروز، نندارتون کې د محسن حسیني هنري اثر
د مریم کوهستاني په وینا په ایران کې د کوم بل هیواد د تجسمي هنرمندانو له پاره دغه ډول نندارتون سار نه لري.
په فرهنګسرای نیاوران، کې د افغان هنرمندانو د نندارتون لیدونکي.
د «نیمروز» نندارتون د جمعې په ورځ (د لړم میاشتې ۱۲م) پيل شوی او دوې اوونۍ به ادامه ولري.
انځورونه
1 | 8انځورونه