په تخار ولایت کې د چین یو تبعه وژل سوی دی
۱۴۰۳ بهمن ۳, چهارشنبهپه تخار ولایت کې د طالبانو د پولیسو ویاند، محمد اکبر د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جنورۍ ۲۲ مه) وویل دغه سړی د سې شنبې په ماښام په داسې حال کې چې دشت قلعه ولسوالۍ ته پر لار و، د «نامعلومو کسانو» له خوا وژل سوی دی.
اکبر، وویل چې د «لي» په نوم دغه بهرنی تبعه پرته له دې چې امنیتي مسؤلینو ته خبر ورکړي، له خپل ترجمان سره یوځای د یوه نامعلوم مقصد پر لور په حرکت کې و.
د طالبانو د پولیسو ویاند زیاته کړې:«پولیسو مقدماتي پلټني پیل کړي دي او جزیات به یې وروسته شریک کړي.»
د «ملي بسیج جبهې» په نوم یوې ډلې د چین د دغه تبعه د وژنې مسولیت پرغاړه اخیستی دی او ویلي یې دي چې د هغه موټر یې تر هدف لاندي راوستی دی.
دغې جبهې پرته له دې چی نور جزیات وړاندي کړي، ادعا کړې چې دغه چينايي تبعه پر ټولنیزو شبکو باندي د څارنې په هکله د طالبانو استخباراتو ته زده کړې ورکولې.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مائو نینګ، د خپل ورځني کنفرانس په ترڅ کې په دې اړه د پوښتنې په جواب کې وویل چې له دې پېښې خبر نه دی. هغه زياته کړه:«زه په دې باور یم چې په افغانستان کې د چین سفارت د چینایی اتباعو د ساتنی له پاره خپلي ټولې هڅي کوي او موږ وضعیت تعقیبوو.»
طالبان چې د ښځو پر آزادۍ او حقونو باندي د محدودیتونو د وضع کولو له امله په نړیواله کچه منزوي سوي دي، د بهرنیو پانګونو د جذبولو او د سیمه ییزو ائتلافونو د رامنځته کولو په برخه کې، چین ته د یوه مهم شریک په سترګه ګوري.
د ۲۰۲۲ م کال په ډسمبر میاشت کې په کابل کې د چینایانو د استوګنې پر یوه هوټل باندي د داعش ډلې تر برید وروسته، پينکنګ له خپلو اتباعو څخه وغوښتل چې افغانستان پریږدي.
چینایی شرکتونه د خپل دولت په ملاتړ د افغانستان په کانونو، په تیره بیا مس عینک کې د پانګونې د فرصتونو په لټه کې دي چې ویل کیږي په نړۍ کې د مسو تر ټولو لویه زیرمه لري.